ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شاهين قول اردو له منسوبينو څېړنې پيل شوې دي

د شاهين قول اردو له منسوبينو څېړنې پيل شوې دي

author avatar
23 Apr 2017 - 17:05
د شاهين قول اردو له منسوبينو څېړنې پيل شوې دي
author avatar
23 Apr 2017 - 17:05

مزارشريف (پژواک، ٣ غويى ٩٦): د شاهين قول اردو له لوړ پوړو او ټيټ پوړو افسرانو څخه د جمعې د ورځې د بريد په اړه څېړنې پيل شوې دي.

وسله والو طالبانو وړمه ورځ (د غويي په لومړۍ نېټه) د جمعې د لمانځه پر مهال په بلخ ولايت کې د شاهين قول اردو پر قوماندانۍ ډله ييز بريد وکړ چې د وروستيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ١٣٥ کسان وژل شوي او تر ٦٠ زيات ټپيان دي.

د شاهين قول اردو وياند عبدالقهار ارام د غويي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز د تفتيش د مشر تورن جنرال  صادق محمد ابو فضل په مشرۍ راغلي پلاوي د يادې پېښې په  اړه څېړنې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه، تر اوسه تر لسو له زياتو لوړپوړو او ټيټ پوړو افسرانو څخه څېړنې شوې دي  او دا لړۍ روانه ده.

د نوموړي په وينا، د څېړنو پر مهال  د دروازې له ساتونکي څخه نيولې،  د کنډکونو او قرارګاوو تر قوماندانانو څخه به ګروېږنې کېږي.

ارام هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې له بريد کوونکو سره د همکارۍ په تور يو شمېر کسان نيول شوي دي.

تر دې مخکې د ولسمشر سرپرست وياند شاه حسين مرتضوي نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د شاهين پر قول اردو د بريد په اړه څېړنې پيل شوې او ژر به يې پايلې له ولس او رسنيو سره شريک شي.

د يادونې ده، حکومت تر دې مخکې د يو شمېر نورو مهمو پېښو د څېړنو پيلولو خبرونه ورکړي، خو بيا يې پايلې نه دې معلومې شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.