ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د عدالت غوښتنې لپاره د مدني ټولنو ګډه شبکه جوړه شوه

ننګرهار کې د عدالت غوښتنې لپاره د مدني ټولنو ګډه شبکه جوړه شوه

author avatar
23 Apr 2017 - 17:01
ننګرهار کې د عدالت غوښتنې لپاره د مدني ټولنو ګډه شبکه جوړه شوه
author avatar
23 Apr 2017 - 17:01

جلال اباد (پژواک، ۳ غويی ۹۶): په ننګرهار کې شاوخوا شپېتو مدني ټولنو چې د عدالت غوښتنې لپاره ګډه شبکه جوړه کړې، وايي هڅه به وکړي چې د اداراتو مسوولين خلکو ته د ځواب ورکولو لپاره چمتو کړي.

دوی چې د غويي په ۳مه يې په جلال اباد ښار کې د موجوديت اعلان وکړ، له خپل دغه کار څخه يې موخه په اداراتو کې د روڼتيا رامنځته کول او د فساد مخنيوی په ګوته کړ.

د دې شبکې رييس او په ننګرهار کې د افغان ښځو شبکې مشر خان اقا غرمل وويل، دا شبکه به لومړی د مدني ټولنو تر منځ همغږي رامنځته کوي او بيا به په ګډه په اداراتو کې د شفافيت د رامنځته کولو لپاره کار کوي.

هغه زياته کړه، دا شبکه به هڅه وکړي ادارات د خبرو اترو له لارې دې ته وهڅوي څو ځواب ويونکي شي او تر څنګ يې پرې فشار راولي چې په خپلو کارونو کې شفافيت رامنځته کړي او د فساد مخه ونيسي.

په ننګرهار کې د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر او د دې شبکې مرستيال ډاکتر نعمت الله همدرد وويل، نه يوازې په ننګرهار، بلکې په ټول افغانستان کې د عدالت غوښتنې موضوع ته څوک زړه نه ښه کوي او ادارت نه حاضرېږي خو دوی به هڅه کوي چې د بېلابېلو لارو او فشارونو په مرسته يې حاضر کړي.

د هغه په وينا، پخوا هم ورته هڅې شوې دي خو د ټولنو او فشار د کموالي له امله هغه هڅې نه دې بريالۍ شوې او دغه ځل دې شبکې پوره هوډ کړی چې په ننګرهار کې به عدالت غوښتنې فرهنګ رواجوي او دولتي ادارات به دې چارې ته هڅوي.

په ننګرهار کې د ماشومانو د ساتنې نړيوالې ادارې استازي عزت الله ساحل وويل چې اداره يې د دې شبکې مالي ملاتړ کوي او د عدالت غوښتنو ټولو غونډو لګښتونه به همدغه سازمان ورکوي.

نوموړي زياته کړه: ((په ټولنه کې د اصلاح رامنځته کول، د ټولنې پرمختګ د ماشومانو پر ژوند باندې مستقيماُ اغېز لري؛ نو موږ ځکه له مدني ټولنو سره په ګډه داسې يو نيټ ورک ايجاد کړ چې په ادراتو کې اصلاحات رامنځته شي او د ماشومانو ژوند ورسره ښه شي.))

ډېر کله په ننګرهار کې دا ډول د عدالت غوښتنې شبکې او ټولنې رامنځته شوې دي خو د وخت په تېرېدو يې له کومې نتيجې پرته غږونه ورک شوي دي.

مدني فعال او د نظر خاوند ډاکتر اسدالله ښاليز په دې اړه پژواک اژانس ته وويل چې د مدني ټولنو تر منځ د همغږۍ نشتوالی، د موسمي ټولنو موجوديت او ځيني خپلمنځي ستونزې د دې چارې لوی لامل دی.

دی وايي، همدا شبکه به هڅه کوي چې د مدني ټولنو تر منځ همغږي رامنځته او يادې خپلمنځي ستونزې حل کړي او بيا د عدالت غوښتنې لپاره کار وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.