ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې له لسګونو کورنيو سره مرسته وشوه

په کونړ کې له لسګونو کورنيو سره مرسته وشوه

author avatar
23 Apr 2017 - 19:30
په کونړ کې له لسګونو کورنيو سره مرسته وشوه
author avatar
23 Apr 2017 - 19:30

اسعداباد (پژواک ٣ غويى ٩٦): د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستانيو پوځیانو د توغندیو بریدونو له امله له بېځایه شويو لسګونو کورنیو سره مرسته وشوه.

د کونړ والي وحید الله کلیمزى وايي، د نغدي او خوراکي توکو دغه مرسته د سرکاڼو ولسوالى د شونګړۍ سيمې له هغو ٩٥ کورنيو سره وشوه، چې د پاکستانيو پوځيانو د توغنديو بريدونو له امله بېځايه شوې دي.

ده زياته کړه، هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ، پنځوس کيلو اوړه، لس کيلو غوړي، لس کيلو دال او يوه کمپله ورکړل شول.

د هغه په وينا، تراوسه پورې د يادو توغنديو د بريدونو له امله د ٣٠٠ په شاوخوا کې کورنۍ بېځايه شوي چې له پاتې نورو سره به يې هم مرسته وشي.

د سردار ولي په نامه يو تن چې مرسته يې ترلاسه کړې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا يوه مياشت کېږي چې د پاکستانيو پوځيانو د توغنديو د بريدونو له امله يې ډک کورونه پريښي او يواځې سرونه يې راوېستلي دي.

دى زياتوي، په کار ده چې دولت د دوى ستونزو تو په اساسي ډول حل لاره ولټوي، ترڅو بېرته خپلو سيمو ته ستانه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.