ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ملاريا په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات شوى

ننګرهار کې د ملاريا په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات شوى

author avatar
24 Apr 2017 - 17:08
ننګرهار کې د ملاريا په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات شوى
author avatar
24 Apr 2017 - 17:08

جلال اباد (پژواک ٤ غويی ٩۶): د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، له پاکستان څخه هېواد ته د کډوالو راستنېدو او د داخلي بې ځایه شویو کورنیو ډیروالي په دغه ولايت کې په  ملاریا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات کړی دی.

خو مسوولين ډاډ ورکوي چې د ملاریا ناروغۍ د لا پراخېدو مخنیوي لپاره په دوا لړلۍ ٦٥٠ زره پشه خانې وېشي او د ناروغۍ اساسي مخنیوي لپاره په ملاریا اخته ناروغانو ته پروماکین درمل ورکوي.

په ننګرهار کې د ملاریا ناروغۍ مخنیوي لپاره په ۱۳۴۲ کال کې د «ملاریا مجادلې » په نوم ځانګړی روغتیايي مرکز جوړ شوی.

په دغه مرکز کې د درملنې ترڅنګ د عامه پوهاوي پروګرامونه او د ناروغۍ مخنیوي نورې لارې چارې په وړیا ډول ترسره کیږي.

مسوولین وايي، تېرکال دوه سوه ۵۲ زره ۴۵۴ ناروغان معاینه شوي، چې له ډلې یې شپیته زره د ملاریا مثبتې او ۹۰زره کلینيکي واقعات راجستر شوي.

د ملاریا د مجادلې مرکز مشر ډاکټر ننګیالي سپین غر پژواک اژانس ته وویل، چې مخکې به د ملاریا مخنیوي لپاره په ټولو سیمو کې دوا پاشي کیدله؛ خو اوس کورنیو ته یوازې په دوا لړلۍ پشه خانې ویشل کیږي.

هغه زياته کړه: (( په ننګرهار کې تېرکال هم د ملاریا زیاتې پیښې موجودې وې او سږ کال هم اټکل همدا دی، د ملاریا مخنیوي لپاره دوا پاشي ډیره ګټوره ده؛ خو د وزارت پرېکړه داده، چې کورنیو ته به په دوا لړلې پشه خانې ورکول کیږي.))

هغه وايي، سږ کال ددې ترڅنګ، چې د ننګرهار په ۱۶ ولسوالیو کې شپږ نيم سوه زره پشه خانې ویشي د یونیسف او نورو ادارو په همکارۍ هیواد ته نویو راستنېدونکو کورنیو ته هم په دوا لړلې پشه خانې ورکوي.

ډاکټر سپین غر دا هم وويل، چې د ننګرهار لپاره د نفوسو په تناسب پشه خانې نه ورکول کیږي، چې له امله یې د ملاریا ناروغۍ د واقعاتو کچه هم لوړیږي.

ده زياته کړه : (( کومه برخه چې زموږ ولایت ته راکول کیږي، هغه د C.S.O په اساس دی، چې هغه یو عشاریه څلور میلیونه نفوس ښيي؛ خو زموږ حقیقي نفوس څلور میلیونو څخه هم زیات دی، مثلا موږ ته یې د سرخرود یواځې سلطانپور کلینيک لپاره اته زره پشه خانې راکړې وې؛ خوکله چې موږ کور په کور وویشلې د ۲۲ زرو څخه هم ډیرې شوې.))

د ملاریا مجادلې مرکز مشر ډاکټر ننګیالي سپین غر دغه راز وویل، چې  د ملاریا ناروغۍ اساسي درملنې لپاره د پروماکین درمل غوره لاره ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.