جلال اباد (پژواک ٤ غويی ٩۶): د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، له پاکستان څخه هېواد ته د کډوالو راستنېدو او د داخلي بې ځایه شویو کورنیو ډیروالي په دغه ولايت کې په ملاریا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات کړی دی.
خو مسوولين ډاډ ورکوي چې د ملاریا ناروغۍ د لا پراخېدو مخنیوي لپاره په دوا لړلۍ ٦٥٠ زره پشه خانې وېشي او د ناروغۍ اساسي مخنیوي لپاره په ملاریا اخته ناروغانو ته پروماکین درمل ورکوي.
په ننګرهار کې د ملاریا ناروغۍ مخنیوي لپاره په ۱۳۴۲ کال کې د «ملاریا مجادلې » په نوم ځانګړی روغتیايي مرکز جوړ شوی.
په دغه مرکز کې د درملنې ترڅنګ د عامه پوهاوي پروګرامونه او د ناروغۍ مخنیوي نورې لارې چارې په وړیا ډول ترسره کیږي.
مسوولین وايي، تېرکال دوه سوه ۵۲ زره ۴۵۴ ناروغان معاینه شوي، چې له ډلې یې شپیته زره د ملاریا مثبتې او ۹۰زره کلینيکي واقعات راجستر شوي.
د ملاریا د مجادلې مرکز مشر ډاکټر ننګیالي سپین غر پژواک اژانس ته وویل، چې مخکې به د ملاریا مخنیوي لپاره په ټولو سیمو کې دوا پاشي کیدله؛ خو اوس کورنیو ته یوازې په دوا لړلۍ پشه خانې ویشل کیږي.
هغه زياته کړه: (( په ننګرهار کې تېرکال هم د ملاریا زیاتې پیښې موجودې وې او سږ کال هم اټکل همدا دی، د ملاریا مخنیوي لپاره دوا پاشي ډیره ګټوره ده؛ خو د وزارت پرېکړه داده، چې کورنیو ته به په دوا لړلې پشه خانې ورکول کیږي.))
هغه وايي، سږ کال ددې ترڅنګ، چې د ننګرهار په ۱۶ ولسوالیو کې شپږ نيم سوه زره پشه خانې ویشي د یونیسف او نورو ادارو په همکارۍ هیواد ته نویو راستنېدونکو کورنیو ته هم په دوا لړلې پشه خانې ورکوي.
ډاکټر سپین غر دا هم وويل، چې د ننګرهار لپاره د نفوسو په تناسب پشه خانې نه ورکول کیږي، چې له امله یې د ملاریا ناروغۍ د واقعاتو کچه هم لوړیږي.
ده زياته کړه : (( کومه برخه چې زموږ ولایت ته راکول کیږي، هغه د C.S.O په اساس دی، چې هغه یو عشاریه څلور میلیونه نفوس ښيي؛ خو زموږ حقیقي نفوس څلور میلیونو څخه هم زیات دی، مثلا موږ ته یې د سرخرود یواځې سلطانپور کلینيک لپاره اته زره پشه خانې راکړې وې؛ خوکله چې موږ کور په کور وویشلې د ۲۲ زرو څخه هم ډیرې شوې.))
د ملاریا مجادلې مرکز مشر ډاکټر ننګیالي سپین غر دغه راز وویل، چې د ملاریا ناروغۍ اساسي درملنې لپاره د پروماکین درمل غوره لاره ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن