ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې  شپږ طالبان نيول شوي دي

په کندهار کې شپږ طالبان نيول شوي دي

author avatar
24 Apr 2017 - 15:42
په کندهار کې  شپږ طالبان نيول شوي دي
author avatar
24 Apr 2017 - 15:42

پل علم-کندهار(پژواک،٤غويى٩٦): د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې شپږ وسله وال طالبان له حکومت سره يوځاى شول او په کندهار کې د ملي امنيت ځواکونو شپږ طالبان نيولي دي.

د لوګر د ازرې ولسوال حميدالله حميد د غويي په٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان ملا انځر مشهور په ليوني له خپلو پنځو نورو ملګرو سره له حکومت سره يوځاى شو.

حميد وايي چې ملا انځر او ملګرو يې په دې ولسوالۍ کې په وژنو، د عامه پروژو په مخنيوي او نورو تخريبي اعمالو کې لاس درلوده.

هغه وايي چې دې کسانو له ځان سره درې ميله کلاشينکوفونه، يو راکټ، يوه پيکا، ٢٠ د راکټ مرمۍ، يوه تومانچه، يو شمېر ماينونه، مخابرې، د افغان ځواکونو يونيفورمونه او ځينې نور مواد هم راوړي دي.

ولسوال وايي چې يادو کسانو ته به له قانون سره سم اسانتياوې برابر شي.

دغه راز  د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې اوسېدونکي عبدالولي وکيل پژواک ته وويل، هره وسله واله ډله چې له حکومت سره يوځاى کيږي په دې کې د هېواد خير دى.

هغه د افغان دولت له نورو وسله والو مخالفينو هم غوښتنه وکړه چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي.

بل لورته وسله وال طالبان هم ياده موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې ملا انځر په ازره کې د دوى يو سيمه ييز سرګروپ وو.

هغه وويل چې ملا انځر  د خلکو په ځورونه، وژنه او غلاوو کې لاس درلود او طالبانو يې هم د نيولو امر کړى و.

هغه زياته کړه چې ملا انځر  بله لار نه درلوده نو ځکه له حکومت سره يوځاى شوى دى.

ازره د لوګر ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې له تېرو ١٤کلونو راهيسې لاره له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.