ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ابدالي: د داعش او طالب توپیر دې نه کېږي

ابدالي: د داعش او طالب توپیر دې نه کېږي

author avatar
25 Apr 2017 - 15:37
ابدالي: د داعش او طالب توپیر دې نه کېږي
author avatar
25 Apr 2017 - 15:37

کابل (پژواک، ٥ غويى ٩٦): په هندوستان کې د افغانستان سفير وايي چې د ښو او بدو ترهګرو تر څنګ بايد  د داعش او طالب تر منځ هم توپير ونه شي.

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفير شيدا احمد ابدالي دغه څرګندونې د غويي په ٥مه (د افغانستان او هندوستان ستراتيژيکې اړيکې) تر عنوان لاندې د (بروکېنګ) ادارې له خوا يوې غونډې ته په خپله وينا کې کړې دي.

هغه زياته کړه چې په سيمه  او افغانستان کې اوس په يوه نوې بڼه لويه لوبه پيل شوې ده، يوه ترهګره ډله د بل پر وړاندې کارول کېږي.

نوموړي وويل چې د افغان شخړې  هواری په دې کې دى چې له افغانستان څخه بهر د ترهګرو پټنځايونه او خوندي ځالې په نښه کړى شي.

د افغان سفير په وينا، د القاعدې او طالبانو مشران  په پاکستان کې ووژل شول، اوس ويل کېږي چې د القاعدې اوسنى مشر ايمن الظواهري هم په پاکستان کې ليدل شوى دى.

ابدالي وړانديز وکړ چې هندوستان، افغانستان او امريکا په ګډه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره درې اړخيزې هـڅې پيل کړي.

نوموړي ويلي: ((موږ په تمه يو چې د امريکا نوی حکومت د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتيژي ژر اعلان کړي.))

د يادونې ده، د امريکا دفاع وزير چې پرون کابل ته راغلى و، په يوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه چې دوى به خپلې ارزونې ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کړي او هغه به راتلونکې مياشت کې د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړي.

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفير وويل چې په افغانستان کې د داعش ډله له سوريې او عراق هغو څخه جلا دي.

د ابدالي په وينا، د افغانستان داعش له پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) لشکر طيبه او نورو څخه جوړه شوې ده.

ده زياته کړه: ((که چېرې موږ يوه ترهګره ډله  د بلې پر ضد وکاروو؛ دا به ډېره خطرناکه ثابت شي او د نړۍ راتلونکى به تياره کړي.))

د افغانستان سفير له هندوستان څخه مننه وکړه چې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستې کوي او زياته يې کړه چې اوس مهال ٣٠٠ افغان سرتېري په هندوستان کې تر روزنې لاندې دي او په نږدې راتلونکي کې به دا شمېر ٥٠ سلنه زيات شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.