ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

الکوزى: هره ورځ د لسګونو فابريکو تړلو له امله سلګونه کسان وزګارېږي

الکوزى: هره ورځ د لسګونو فابريکو تړلو له امله سلګونه کسان وزګارېږي

author avatar
25 Apr 2017 - 20:09
الکوزى: هره ورځ د لسګونو فابريکو تړلو له امله سلګونه کسان وزګارېږي
author avatar
25 Apr 2017 - 20:09

کابل (پژواک ٦ غويى ٩٦): د سوداګرۍ او صنايعو خونې وروستۍ سروې ګانې ښيي چې د ٢٠١٥ کال په پرتله ٢٠١٦ کال کې د کاروبار په وړاندې خنډونه لږ شوي وو؛ خو سږکال کاروبار خراب شوى او د اندېښنې وړ دى.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې عامل رييس عتيق الله نصرت، نن کابل کې د کاروبار څوارلسمې سروې او درېيم کنفرانس کې د کاروبار په وړاندې د خنډ پنځمې سروې "د کاروباري وضعيت سروې" وړاندې کولو پرمهال وويل، د ٢٠١٦ کال وروستيو درېيو مياشتو کې د کاروبار وضعيت د ٢٠١٥کال د وروستيو درېيو مياشتو په پرتله نور هم خراب شوى دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د سروې ډېر تمرکز پر سوداګرۍ، رغونې، کرنې، خدماتو او توليدي برخو و، چې دې سروې کې په کندهار، کابل، بلخ، هرات او ننګرهار کې له ٧٣٠ سترو، منځنيو او د ټيټې کچې سوداګرو سره د هغوى د کاروبار په وړاندې خنډونو په اړه پوښتنې شوې دي.

د هغه په وينا، کله چې د تېرو سروې ګانو پايلې اعلان شوې، دولت اداراتو کې د اصلاحاتو راوستو، د پروسيجرونو اسانه کولو، د ځينو قوانينو تصويب او د بنسټيزو پروژو پرانيستې په موخه اقدامات کړي دي.

خو هغه وايي: "د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ د همکاريو لګېدل، د بنسټيزو امکاناتو نه شتون، د ځمکې ستونزې ته لاسرسي، د مارکېټ او د مجربو کارګران نه شتون، د اداري او ماليې ورکولو کړنلارو پېچلتيا، د قواننيو او پاليسي ګانو پېچلتيا هغه لاملونه دي چې مثبت لوري ته د تګ پرځاى منفي لوري ته ولاړو او د  کار وضعيت له منفي ٦ منفي ٩ ته لوړ شوى دى."

نوموړي هيله مندي وښوده چې ګوندې درېيو راتلونکو مياشتو کې د کاروبار وضعيت سم شي او بېلابېلو برخوکې زياتې پانګونې ته لار هواره شي.

نصرت همداراز وويل، د کاروبار په وړاندې خنډ کلنۍ سروې پايلې ښيي چې ٢٠١٥ کال کې شاوخوا ٩٠ سلنه خلکو له امنيت څخه سرټکاوه او د امنيت نه شتون د ستونزو په سر کې و، خو ٢٠١٦کال کې دا شمېره له ٥٦ تر ٥٩ سلنې وه او امنيت په نسبي ډول سم شوى و.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې عامل مشر وويل: "سږکال بايد امنيت داسې خوندي کړو چې پايله يې نوره هم مثبته وي او د کال په جريان کې تښتونې دوام ومومي، نو مثبته پايله نه شو تر لاس کولى."

د هغه په خبره، دې سروې کې چې امنيتي وضعيت هم څېړل شوى، ښيي چې د کابل وضعيت د نورو ولايتونو په پرتله لا خراب شوى دى، ځکه د سروې پرمهال کابل ښار کې د تښتونو، پېښو، غلاوو او وژنو ګراف د  ٢٠١٥کال ورته مودې په پرتله لوړ شوى دى.

نصرت زياته کړه، پانګوال خصوصي برخه کې له پانګونې څخه د حکومت ملاتړ ژمنې په اړه هيله من دي، خو په ورته وخت کې د امنيت او بازار نه شتون يې د خپل کاروبار په وړاندې ستر خنډونه ياد کړي دي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې عامل مشر وويل: "مرکه کوونکو ويلي چې ناامني د دې لامل شوى چې سوداګر هېواد کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي، ځکه کله چې ځانمرګي بريدونه، چاودنې، تښتونې، غلاوې او وژنې ترسره کېږي، د سوداګرۍ په وړاندې خنډ رامنځ ته کېږي او د دې لامل کېږي چې بازار سقوط شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ اوصنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزي په دې ناسته کې وويل چې ياده سروې د کاروبار وضعيت لويو، منځنيو او کوچينو تشبثاتو کې د ارزونې په موخه ترسره شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.