ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې سیمه ییزو پولیسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

تخار کې سیمه ییزو پولیسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
25 Apr 2017 - 11:43
تخار کې سیمه ییزو پولیسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
25 Apr 2017 - 11:43

تالقان (پژواک، ٥ غويی ٩٦): د تخار په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې اووه پوليس او اته طالبان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تېره ورځ په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه مرکز او پوستې بريد وکړ.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د غويي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ په القناق سيمه کې سيمه ييزو پوليسو يو مرکز او په چرسيانو سيمه کې يې د دغو پوليسو يوه پوسته نيولې ده.

اسير وايي چې په دې جګړه کې ٧ سيمه ييز پوليس او اته طالبان وژل شوي او ١٥ نور طالبان ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې د جګړې پر مهال دوه سيمه ييز پوليس له طالبانو سره يو ځاى شوي هم دي.

د چرسيانو سيمې اوسېدونکي نعمت الله هم ياده جګړه تاييد کړه او ويې ويل: ((د سيمه ييزو پوليسو مهمات خلاص شول، چا ورسره کمک ونه کړ نو ځکه يې هم پوسته طالبانو ونيوه او هم يې ټول و وژل.))

ده وويل چې څلور سيمه ييز پوليس له طالبانو سره يو ځاى شوي او طالبانو تر اوسه نه دي وژلي.

خو د تخار امنيتي چارواکي وايي چې يادې پوستې ته ځکه دوى پر وخت مرستې ونه شوې رسولاى چې په لار کې طالبانو ماينونه ځاى پر ځاى کړي وو.

دغه راز وسله وال طالبان هم ياده جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د خواجه بهاءالدين په القناق سيمه کې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو يوه قرارګاه او اته پوستې نيولي دي.

هغه وايي چې د پوستو د نيولو پر مهال د قوماندان خيرمحمد په ګډون اووه پوليس وژل شوي، ګڼ نور ټپيان دي او دوه سيمه ييز پوليس له دوى سره يو ځاى شوي دي.

مجاهد وايي، په دې جګړه کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي خو ګڼې وسلې او مهمات طالبانو ترلاسه کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.