ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میانشین په جګړه کې پولیسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د میانشین په جګړه کې پولیسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
25 Apr 2017 - 16:57
د میانشین په جګړه کې پولیسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
25 Apr 2017 - 16:57

کندهار (پژواک، ۵ غويی ۹۶): د کندهار ولایت په میانشین کې وسله والو د سیمه ييزو پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پر مهال یې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د غويي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو د دې ولسوالۍ د زمتو په سیمه کې پر اوومه شمېره امنیتي پوسته برید کړی او وروسته د دواړو لورو تر منځ جګړه شوې چې پر مهال یې یو پولیس وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، په جګړه کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې معلومه نه ده.

خو د ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه بیا وايي چې په دې جګړه کې دوه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي، دغه رازدرې وسله وال هم وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په میانشین ولسوالۍ کې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده او امنیتي چارواکي وايي چې دغلته یې عملیات روان دي او وسله وال یې د ولسوالۍ له مرکز او نورو سیمو پر شا کړي دي.

له جګړې سره هم مهاله په دې ولسوالۍ کې مخابراتي خدمات هم درېدلي او له چا سره اړیکه نه شي نیول کېدای.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس مهال وسله وال د سرناوې، لخ سنګ او زمتو له سیمو پر شا شوي خو لا هم دغلته جګړه روانه ده او امنیتي ځواکونه په ګډه توګه په عملیاتو بوخت دي.

نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ور نه کړل.

وسله والو شاوخوا یوه میاشت وړاندې د میانشین په ګاونډ نېښ ولسوالۍ کې په ورته توګه پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او د ولسوالۍ تر مرکزه ورسېدل.

په دغو جګړو کې دواړو لورو ته درانه تلفات واوښتل خو وروسته هلته عملیات وشول او وسله وال ورڅخه و ایستل شول.

میانشین د کندهار له شمالي ولسوالیو ده چې له کندهار ښاره شاوخوا ۷۰ کیلومتره لیرې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.