ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ولايتي شورا ځينو غړو پر اچين د امريکا بمي بريد وغانده

د ننګرهار ولايتي شورا ځينو غړو پر اچين د امريکا بمي بريد وغانده

author avatar
25 Apr 2017 - 17:15
د ننګرهار ولايتي شورا ځينو غړو پر اچين د امريکا بمي بريد وغانده
author avatar
25 Apr 2017 - 17:15

جلال اباد (پژواک، ۵ غويی ٩۶): د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر استازو پر اچين ولسوالۍ د امريکا له خوا د ستر بم غورځول وغندل.

دغه څرګندونې د ننګرهار د ولايتي شورا مرستیال، منشي او يو شمېر نورو غړو د غويي په ۵مه د يو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وکړې.

د ولايتي شورا مرستيال ډاکتر لعل محمد دراني پر اچين ولسوالۍ د امريکا له لوري د بمونو د مور بريد غندنه وکړه او دا يې د داعش ځپل نه، بلکې په دې ولسوالۍ کې د امريکا له لوري د بم ازماېښت ياد کړ.

هغه د دغه بم په اړه وويل: ((دا غږ موږ مخکې هم فردي پورته کړی؛ خو ځکه مو په کې ځنډ وکړ، چې ځان بشپړ ډاډمن کړو او معلومات دقيق کړو.))

د ولايتي شورا مرستيال دغه بريد د نړيوالو اصولو خلاف عمل ياد کړ او د ملګرو ملتونو پر امنيت شورا يې غږ وکړ چې د دغه بريد څېړنه وکړي.

لعل محمد دراني دا هم وويل، د فساد د ډېروالي له امله په دغه ولايت کې د روغتيا، پوهنې، امنيتي او نور سکتورونه زیانمن شوي دي.

د ولايتي شورا غړو دغه راز د ننګرهار ولايتي ادارې له لوري ولسمشر ته د داعش ډلې د مشر حافظ سعيد د اس وړل يوه ډرامه ياده کړه او دا يې د پروژو ترلاسه کولو لپاره د دې ادارې هلې ځلې وبللې.

په ولايتي شورا کې د کنفرانس تر پيل وړاندې د ننګرهار سرپرست مرستيال والي هم د شورا له موجودو غړو سره د بندو دروازو شا ته ناسته درلوده چې شاوخوا يو نيم ساعت يې دوام درلود او په شورا کې کنفرانس ته ورغلو ژورنالېستانو سره يې پوښتنې را ولاړې کړې.

خو د ولايتي شورا مرستيال د خبريالانو د همدغو اندېښنو په ځواب کې وويل: ((دا د ولسونو شورا ده او موږ د دې ټولنې هر فرد ته احترام لرو، د معاون صېب ناسته داسې نه وه چې موږ له دغه خبري کنفرانس څخه منع کړي، خو هغه دلته امنيتي وضعيت ته په اشارې د يو څه مهلت غوښتنه وکړه چې په نږدې وختونو کې به اصلاحات راشي.))

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال يادې څرګندونې د ‌ډيموکراسۍ په فضا کې د ولايتي شورا حق ياد کړ؛ خو زياته يې کړه چې د اچين د بريد تر غندلو وړاندې د ولايتي شورا د غړو په ګډون د ننګرهار او په ځانګړې توګه د شينوارو مخورو او ولسونو يې هرکلی کړی دی.

خوږياڼي په ولايت کې د فساد په تړاو د شورا د وکيلانو د اندېښنو په ځواب کې وويل: ((موږ نه يوازې دا چې په فساد کې ښکېلتيا ردوو، بلکې ډاډ ورکوو چې د فساد مخه مو نيولې، نيسو او لا هم هڅې روانې دي.))

د والي وياند ولسمشر ته د اس وړلو په اړه وويل چې د داعش ډلې مشر حافظ سعيد درې اسونه درلودل، چې دوه يې په هماغه بريد کې له منځه وړل شوي او يو بل يې هم اته مياشتې وړاندې د کوټ ولسي پاڅون کوونکو نيولی چې ولسمشر ته يووړل شو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.