هرات ښار (پژواک، ۵ غويى ٩٦): د هرات ولايت چارواکي وايي چې په شينډنډ ولسوالۍ کې د دوو طالب قوماندانانو د کسانو تر منځ خپلمنځي نښته کې ٥٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته د طالبانو د دوو قوماندانانو ملا صمد او ملا ننګيالي کسانو تر منځ د خفيان، بلندک، شيراباد او ده امان سيمو کې رامنځته شوې ده چې له ښکېلوغاړو په کې ٢٦ کسان ووژل شول او ٣٢ نور ټپيان شوي دي.
ملا صمد د طالبانو مشر ملا هبت الله ډلې قوماندان او ملا ننګيالى د ملا رسول ډلې قوماندان دى.
د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، په وژل شوو کې ١٨کسان د ملا صمد ډلې او ٨ نور د ملا ننګيالي ډلې دي. همدا راز د ملا صمد ډلې ٢٣کسان او د ملاننګيالي ډلې ٩ ټپيان شوي دي.
د هرات سيمه ييزو چارواکو په وينا، ترهګرو پر امنيتي ځواکونو هم بريد کړى خو د امنيتي ځوکوانو يرغليزو عملياتو په ترڅ کې پر شا تمبول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، د طالبانو ياده نښته کې يو شمېر ملکي کسان هم ژوبل شوي او يوه نجلۍ وژل شوې ده.
د هرات د والي وياند وويل چې د ښکېلو ډلو تر منځ نښته پاى ته رسېدلې ده.
په ورته وخت کې فراه کې يو شمېر سيمه ييزې سرچينې وايي چې يو شمېر طالبان د فراه له خاک سفيد ولسوالۍ څخه د شينډنډ زيرکوه سيمې ته د ملا صمد په مشرۍ ډلې مرستې ته ورسېدلي دي.
نوموړي زياته کړه چې يو شمېر وسله وال طالبان د فراه ولايت له پشت رود او بالابلوک ولسواليو څخه د ملا صمد ډلې مرستې ته د ورتلو په حال کې دي خو د دوى خپلمنځني جګړې لاملونو ته چا پوره اشاره نه ده کړې.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
شينډنډ د هرات له نا امنو ولسواليو څخه ده چې ډېرى مهال د طالبانو تر منځ او امنيتي ځواکونو سره جګړې رامنځته کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن