ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د حقاني شبکې دوه غړي وژل شوي

لوګر کې د حقاني شبکې دوه غړي وژل شوي

author avatar
25 Apr 2017 - 12:22
لوګر کې د حقاني شبکې دوه غړي وژل شوي
author avatar
25 Apr 2017 - 12:22

پل علم- کندوز (پژواک، ٥ غويی ٩٦): په لوګر کې د حقاني شبکې دوه غړي وژل شوي او پنځه نور نيول شوي بلخوا  په کندوز کې هم اته طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري د غويي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځواکونو تېره ورځ په لوګر د حقاني شبکې پر يو پټنځاى عمليات کړي دي.

سرچينه وايي، په دغو عملياتو کې د حقاني شبکې دوه غړي وژل شوي او پنځه نور ژوندي نيول شوي دي.

په نيول شوو کې ګل رحمان رحماني، باتور نصرت، الياس فيضان، انارګل او طلامحمد شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله، دغه کسان د حقاني شبکې د قوماندان جليل مقدس له لوري ګومارل شوي څو په لوګر امنيتي ستونزې ډېرې کړې دي.

د سرچينې په وينا، يادو کسانو اعتراف کړى چې د ډيورنډ کرښې ها خوا ورته پوځي زده کړې ورکول شوې دي.

په اعلاميه کې زياته شوې چې د يادو کسانو د نيولو پر مهال د ملي امنيت ځواکونو د دهشکې دېرش صندوقه مرمۍ، د ۸۲ ملي متري توپ ۱۶ مرمۍ، د هاوان ۶ مرمۍ، د راکټ ۱۶ مرمۍ يو تومانچه او ځينو نور اړوند اسناد ترلاسه کړي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الله رحماني وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو په کندوز ښار کې پر ځينو پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې څلور طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي او بريد يې هم پر شا تمبول شوى دى.

دغه راز په شمال ختيځ زون کې د پوليسو د قوماندانۍ وياند څارمن محفوظ الله اکبري وايي چې تېره شپه په دشت ارچي ولسوالۍ هوايي ځواکونو د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې دې بريدونو کې څلور طالبان وژل شوي، درې ټپيان دي او درې نور نيول شوي دي.

حقاني شبکې او وسله والو طالبانو د يادو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.