ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما: د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان له پرمختګ هرکلى کوو

يوناما: د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان له پرمختګ هرکلى کوو

author avatar
25 Apr 2017 - 20:14
يوناما: د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان له پرمختګ هرکلى کوو
author avatar
25 Apr 2017 - 20:14

کابل (پژواک، ٥ غويى ٩٦): افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د همکارۍ دفتر (يوناما) د يوه نوي راپور موندنې ښيي، چې افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې له ټولو ننګونو سره-سره لاسته راوړنې هم درلودې، خو بيا هم فساد په دغه هېواد کې د اوږدمهالې سولې او سوکالۍ په وړاندې خنډ دى.

په ياد ٨٤ مخيز راپور کې، چې "د بلې جګړې په ډګر کې د فساد پر وړاندې د افغانستان مبارزه" تر نامه لاندې نن خپور شو، راغلي چې فساد د دې ترڅنګ چې پر دولتي ادارو د خلکو د باور کچه راټيټه کړې؛ افغانستان کې د همېشنۍ سولې او سوکالۍ په وړاندې يواځينى خنډ دى.

د ياد راپور موندنې ښيي، د قضيو د پرېکړې، تعقيب او څېړنې په برخه کې له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د پرمختګونو سربېره؛ افغانستان د عامه مالي او اساسي خدمتونو د وړاندې کولو ادارې د ترلاسه کولو برخه کې هم پرمختګونه کړي دي.

د ياد راپور پر بنسټ، دولت تر اوسه پورې د افغانانو پر ژوند د اغېز ايستلو لپاره له فساد سره د مبارزې په ډګر کې د هلو ځلو لپاره وړانديزونه کړي او دا پايله يې ترلاسه کړې چې د حقوق او پاليسۍ په برخو کې د ډېرو اصلاحاتو سربېره فساد بيا هم د همېشنۍ سولې او سوکالۍ پر وړاندې عمده خنډ دى.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان همکارۍ دفتر وايي، دغه راپور له خپرېدو وړاندې د نظر او تاييد په موخه د افغانستان قضايي ارګانونو او وزارتونو ته لېږل شوى و او دغه نظرونه ښيي چې روان فساد د دولتي ادارو پر وړاندې د خلکو باور او ډاډ اغېزمن کړى او دغه پديده په هېواد کې د سولې او سوکالۍ پر وړاندې د خنډ لامل هم شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تداميچي، نن کابل کې په خبري ناسته کې وويل، د ملګرو ملتونو سازمان د بښنې فرهنګ د له منځه وړلو، د روڼتيا رامنځته کولو او د ډاډ ترلاسه کولو او د مالي سرچينو، عامه خدمتونو په برخو کې د روڼتيا له پرمختګونو بشپړ ملاتړ کوي.

نوموړي وويل: "دا زما يوه ستره هيله ده، کوم پرمختګونه چې تر اوسه له فساد سره د مبارزې په برخه کې شوي او زموږ په راپور کې درج شوي وړانديزونه، د دولت په اړونده پاليسيو کې د غوره همغږۍ او انسجام ته د رسېدو لپاره د يوې تګلارې په توګه، ګټور واقع شي."

ياماموتو د دې خبرې په څرګندولو سره چې افغانستان کې د اداري فساد ريښې کلونه وخت نيولى، چې د دغې ريښې له منځه وړل هم ډېرو کلونو ته اړتيا لري، نو له همدې امله اړينه ده، چې يوه اوږدمهاله ستراتېژي رامنځته او دوامداره ژمنه وشي، څو له اوسنيو ګواښونو او هغه ګټو ته لاسرسى او پر وړاندې يې مبارزه وشي، چې افغانستان ورسره په ټکر کې دى.

د هغه په وينا، د اداري فساد د موضوع پېچلتيا او ماهيت په دې معنا نه دى، چې د فساد پر وړاندې مبارزه کوم اغېز نه کوي، بلکې د ستراتېژيک پلان په اړه کوټلي ګامونه پورته کول او د اصلاحاتو د پاليسۍ رامنځته کول هغه موارد دي؛ چې اوسنى وضعيت ښه کولى شي.

هغه څرګنده کړه: "دغه راپور څرګندوي، چې په لنډمهال کې د فساد پر وړاندې مبارزه نه شي بريالۍ کېدى، بلکې دغه مبارزه د خلکو او دولت پوره ژمنتيا او د نړيوالې ټولې بشپړ ملاتړ ته اړتيا لري."

د عدليې وزير بصير انور چې په دغې ناسته کې يې خبرې کولې، د فساد پر وړاندې د ملي يووالي حکومت له جدي مبارزې خبر ورکړ او ويې ويل، د ملي يووالي حکومت د يادې پديدې پر وړاندې جدي مبارزې ته ژمن دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.