ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر شاهين قول اردو څه ډول بريد وشو؟

پر شاهين قول اردو څه ډول بريد وشو؟

author avatar
25 Apr 2017 - 19:37
پر شاهين قول اردو څه ډول بريد وشو؟
author avatar
25 Apr 2017 - 19:37

مزارشريف (پژواک، ۵ غويى ۹۶): پر شاهين قول اردو بريد څنګه وشو، بريدګر څه ډول د دغې قول اردو تر جوماته پورې ورسېدل او لسګونو افغان سرتېرو ته يې په کومو لارو مرګ ژوبله واړوله، د قول اردو قوماندان د ياد بريد په اړه څه وايي او د سرتېرو روحيه څه ډول ده؟

له پېښې وروسته د غويي په ۵مه، په لومړي ځل رسنۍ د يادې پېښې د ځای د کتو په موخه شاهين قول اردو ته وبلل شوې.

بلخ کې د غويي په لومړۍ نېټه، د شمال زون پر  ۲۰۹ شاهين قول اردو بريد، د وسله والو طالبانو له پخوانيو ټولو بريدونو سره توپير درلود.

شمال کې د افغان ملي پوځ په تر ټولو ستر مرکز ۲۰۹شاهين قول اردو له بريده څلور ورځې تېرې شوې؛ خو هېچا ته اجازه نه ورکول کېده چې د پېښې ساحه له نږدې وګوري.

د شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر د غويي په ۵مه، چې د بريد له پنځمې ورځې سره سمون خوري، خبريالانو ته بلنه ورکړه، چې د ياد بريد سيمه وګوري.

موږ سهار وختي له مزار شريف ښار څخه د دهدادي ولسوالۍ پر لور روان شو، هغه ځای چې د ۲۰۹ شاهين قول اردو عمومي قومانداني په کې موقعيت لري.

د پوځ دغه مرکز له مزار ښار څخه لس کيلومتره فاصله لري او په دغه کاري سفر کې د يادې قول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالقهار ارام زموږ ملګری دی.

له شل دقيقو مزل وروسته د شاهين قول اردو لوېديځې دروازې ته ورسېدو، موږ ته وويل شول چې څو شېبې صبر  وکړو.

د قول اردو د احاطوي دروازې د ساتونکو په څېرو کې خفګان له ورايه معلومېده؛ خو تر څنګ يې دوی هرې خوا ته په ځير ځير کتل او څار يې زيات کړی و.

له لږ ځنډ وروسته موږ ته وويل شول، چې قول اردو ته دننه شو، له دروازې د تېرېدو پر مهال يوه سرتېري د موټر له ښيښې سر رادننه کړ او د درېدو له امله يې له موږ بښنه وغوښته.

له احاطوي دروازې کابو يو کيلومتر وړاندې د قول اردو د قوماندانۍ لومړي قراول ته ورسېدو، دلته زيات شمېر نظاميان ليدل کېدل، چې د قراول مخه يې پر امنيتي موانعو نيولې او لاس پر ماشه ولاړ و.

موږ ته وويل شول چې له موټره ښکته شو او له تالاشۍ وروسته بېرته خپل سفر ته ادامه ورکړو. دا هماغه ځای و، چې د قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسول قهار ارام يې په اړه ويلي و، چې وسله وال له همدې قراوله له تالاشۍ پرته تېر شوي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.