ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې لاریون پر تاوتریخوالي اوښتی

پکتیکا کې لاریون پر تاوتریخوالي اوښتی

author avatar
25 Apr 2017 - 16:22
پکتیکا کې لاریون پر تاوتریخوالي اوښتی
author avatar
25 Apr 2017 - 16:22

ښرنه (پژواک، ٥ غويی ٩٦): د پکتيکا ولايت په سرروضې ولسوالۍ کې د لاريون پر مهال ١١ ملکي وګړي او نهه پوليس ټپيان شوي دي.

دغه لاريون د غويي په پنځمه وروسته له هغه په مرکز ښرنه کې د سرروضې ولسوالۍ د خلکو له لوري پیل شو چې تېره ورځ په ياده ولسوالۍ دوه عام وګړي د سيمه ييزو پوليسو په ډزو کې ووژل شول.

يوه لاريون کوونکي يوسف سر روضه وال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ېيرې ورځې پېښې په غبرګون نن د دې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو په مرکز ښرنه کې لاريون وکړ.

هغه زياته کړه: ((پوليسو هڅه کوله چې زموږ د لاريون مخه ونيسي، خو وروسته يې په لاريون کوونکو ډزې وکړې چې په ترڅ کې ١١ لاريون کوونکي ټپيان شول.))

دغه راز بل لاريون کوونکي محمد اکبر هم پژواک ته وويل چې پوليسو پر دوى ډزې کړې او څو تنه يې ټپيان کړي دي.

د هغه په وينا که اړوند چارواکي د دواړو پېښو پوليسو ته سخته سزا ورنه کړي، دوى به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.

امنيتي چارواکي هم ياده موضوع تاييدوي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون مشر سمونوال قاسم خان زرمتي پژواک ته وويل چې د لاريون کوونکو د کنټرول په موخه يې څلور ځايه پوليس ګومارلي وو.

ده زياته کړه: ((لاريون کوونکي له دريو ځايونو په زور تېر شوي وو، په څلورم ځاى کې یې هم هڅه کوله چې په زور تېر شي او ښار ته ننوځي او خلکو ته تاوان ورسوي.))

هغه وويل چې لومړى لاريون کوونکي نهه تنه پوليس د ډبرو او چړو په ګوزارنو ټپيان کړي، وروسته پوليسو هم پرې ډزې کړې چې په ترڅ کې ١١ لاريون کوونکي ټپيان شوي دي.

زرمتى وايي چې يو شمېر وسله وال د لاريون کوونکو په منځ کې پټ شوي وو او غوښتل یې چې له لاريون څخه په ګټې اخيستنې سره پوليسو ته مرګ ژوبله واړوي نو ځکه دوى ډزو کولو ته اړ شوي دي.

د پکتيکا د ولايتي روغتون مشر ډاکتر چنارګل هم پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دوى ته ١١ ټپيان ور وړل شوي چې ملکي وګړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.