کابل (پژواک، ٦ غويى ٩٦): پخواني ولسمشر حامد کرزي د روسيې د بهرنيو چارو له زير سره د ليدنې پر مهال هيله څرګنده کړه چې د دغه هېواد د هلو ځلو په پايله کې به طالبان د سولې خبرو ته اماده شي.
حامد کرزي دغه څرګندونې مسکو ته د سفر پر مهال پرون د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګى لاوروف سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
هغه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه په يوه نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه مسکو ته تللى دى.
د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سره د ليدنې پر مهال حامد کرزي او لاوروف د افغانستان او سيمې پر وروستيو امنيتي حالاتو خبرې کړې دي.
کرزي له افغانستان سره د روسيې د مرستو د مننې تر څنګ د روسيې د هغو هڅو ستاينه کړې چې د افغانستان د سولې په اړه يې پيل کړې او څو اونۍ مخکې يې په مسکو کې يوه غونډه رابللې وه.
پخواني ولسمشر هيله څرګنده کړې چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د روسيې هلې ځلې او هڅې به دوامداره وي او دا هڅې به طالبان د سولې خبرو اترو ته اماده کړي.
دغه راز نوموړي له روسيې غوښتي چې د افغانستان د پرمختګ او پياوړتيا لپاره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د دې ليدنې پر مهال ژمنه کړې چې هېواد به يې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د افغانانو له هيلو سره سمه همکاري کوي.
هغه زياته کړې چې روسيه به د افغانستان د پرمختګ لپاره له هېڅ ډول همکاريو درېغ نه کوي.
د کرزي له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې د افغانستان سفير ډاکتر عبدالقيوم کوچى، د بهرنيو چارو پخوانى وزير ضرار احمد مقبل او عبدالکريم خُرم هم شتون درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن