ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پرېس کلپ: په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت بدتره شوى

پرېس کلپ: په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت بدتره شوى

author avatar
26 Apr 2017 - 17:24
پرېس کلپ: په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت بدتره شوى
author avatar
26 Apr 2017 - 17:24

کابل (پژواک، ٦ غويى ٩٦): يوه تازه څېړنه ښيي چې په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کچه ټېټه شوې او دولتي چارواکي د لاسرسي په برخه کې همکاري نه کوي.

د (کابل پرېس کلپ) په نوم نا دولتي بنسټ چې د ازادو رسنيو او خبریالانو د ملاتړ په برخه کې فعاليت لري، نن يې په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعيت په اړه خپله څېړنه خپره کړه.

د ياد بنسټ مرستيال قريب الرحمن شهاب نن په کابل کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې په دې څېړنه کې له کابل پرته په ۳٣ ولايتونو کې په تېرو درېيو مياشتو (د ١٣٩٥ د مرغومي ٢١مه تر ١٣٩٦کال د وري ٢٦مه) کې ترسره شوې، ٤٠٠ خبريالانو په کې ګډون کړى.

د هغه په خبره، د دې څېړنې موندنې ښيي چې په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعيت ښه نه دى او حتى د تېر کال په پرتله خراب شوى دى.

شهاب زياته کړه: ((هغه ٤٠٠ خبريالان چې په دې نظرپوښتنه کې يې ګډون کړى، ٢٢٠ يې په کلي ډول د ولايتونو له مطبوعاتي مسوولينو راضي نه دي، حتى ٣٠ هغو يې ويلي چې واليان او يا هغه کسان چې د ادارو په سر کې د رسنيو د کار مخنيوى کوي.))

د پرېس کلپ مرستيال زياته کړه چې د تېر کال څېړنه چې د ٣٧٠ خبريالانو په ګدون ترسره شوې، پنځوس سلنه يې له وضعيته نه ناخوښ وو، خو اوس دغه کچه څه باندې پنځوس سلنې ته رسېدلې ده.

د پرېس کلپ مشر عزيز احمد تسل وويل چې په ولايتونو کې د اقتصادي ستونزو له امله د رسنيو تړل او د خبريالانو وزګارتيا د اندېښنې وړ ده.

د هغه په خبره، سيمه ييزې رسنۍ د يوې کاري اجنډا نه لرلو له امله ښه وضعيت نه لري، اړينه ده چې په هېواد کې د ازادو رسنيو د ملاتړ په ځانګړي ډول ولايتونو کې جدي اقدامات ترسره شي.

د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال وويل هغه چارواکي چې رسنيو ته اطلاعات نه ورکوي، بې ګټې دي، بايد له هغوى نه وپوښتل شي.

هغه زياته کړه: ((موږ غواړو چې له رسنيو سره ښې اړيکې ولرو؛ ځکه چې د نظام له بنسټيزو ستنو څخه يوه ستنه رسنۍ دي.))

په نى موسسه کې د ازادو رسنيو د ملاتړ ټولنې مشر صديق الله توحيدي هم په هېواد کې د ازادو رسنيو د فعاليت پر اهميت د ټينګار تر څنګ وويل چې که چېرې ازادې رسنۍ نه وي، د حکومت کړنې په سم ډول انعکاس نه مومي.

د هغه په خبره، د حکومت په پياوړتيا کې د رسنيو د فعاليت اهميت ته په پام سره اړينه ده چې حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي زمينه اسانه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.