فراه (پژواک، ٦ غويى ٩٦): د فراه ولايت د مرکز او جوين ولسوالۍ تر منح ٣٣ کيلومتره سړک چې مرکز له يادې ولسوالۍ سره نښلوي او د ٤٧١ ميليونه ډالرو په لګښت پوخ شوى، نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دغه سړک د پرانيستې په مراسمو کې چې د ولايت د مرکز په نوده سيمه کې جوړ شوی دی، د عامه ګټو وزير محمود بليغ، د فراه والي ډاکتر محمدعارف شاه جهان، د فراه ولايتي شورا غړو او د ځايي ادارو چارواکو ګډون کړى و.
د عامه ګټو وزير وويل چې دغه سړک ٩ متره پلنوالى لري او د رغونې کار به يې په يوه نيم کال کې د دولت د بوديجې له لارې بشپړ شي.
ځايي چارواکي هم د يادې پروژې له ترسره کېدو خوشحاله دي.
د جوين ولسوالۍ د مرکز اوسېدونيک بسم الله جويني پژواک خبري اژانس ته وويل چې موټرو به پخوا دا فاصله له درې نيمو ساعتونو کې وهله؛ ځکه چې سړک خام و خو اوس کولى شي چې دا لاره په يوه ساعت کې ووهي.
هغه زياته کړه: ((موږ خوښ يو، له دولته مننه کوو چې د دغه لارې په جوړولو سره يې موږ ته ګڼې اسانتياوې برابرې کړې.))
په ورته وخت کې د فراه والي ډاکتر محمد عارف شاه جهان د عامه ګټو له وزارت نه په مننې له دولته وغوښتل چې د دغه ولايت د واټونو رغونې ته ډېره پاملرنه وکړي.
د عامه ګټو وزير وويل، ټاکل شوې چې ډېر ژر به د ٣٥ کيلومترو په اوږدوالي سره د شيخ ابو نصر فراهي بندر د ترانزيټي سړک د پخولو چارې، د ښار په څنډه کې د باغ پل څلور کيلومترخ سړک، د بخش اباد د ٣٧ کيلومتره سړک او د فراه ښار د شاوخوا ١٢ کيلومتره نورو بېلابېلو سړکونو کار پيل شي.
د فراه ولايت د عامه ګټو رياست مرستيال انجنير محمد سليم فراهي وويل چې د مرکز د سړک کار چې تر انار درې ولسوالۍ پورې دى، څه باندې اتيا سلنه کار يې بشپړ شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن