ښرنه- ګردېز (پژواک، ٦ غويی ٩٦): د ملي امنيت ځواکونو د پکتيکا په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د يو موټربم او ډله ييز بريد مخنيوى کړی بلخوا په پکتيا کې اته وسله وال نيول شوي دي.
په مرکز ښرنه کې د ملي امنيت رياست يوې سرچينې د غويي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه وسله والو طالبانو پلان درلود چې د يو موټربم له چاودنې وروسته د يوسف خېلو ولسوالۍ پر ودانۍ بريد وکړي.
هغه وايي چې دغه موټربم د ملي امنيت ځواکونو نيولى خو موټر چلوونکى له سيمې تښتېدلى دى.
هغه زياته کړه: ((کله چې د الله اکبر په دښته کې د امنيتي ځواکونو له خوا موټربم ونيول شو، نو طالبان هم له سيمې پر شا شول او له بريد څخه تېر شول.))
د هغه په وينا، اوسمهال سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي څو د طالبانو د هر ډول بريد مخنيوی وکړي.
د يوسف خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي نيازمحمد هم پژواک ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو يو کرولا موټر نيولى چې چاودېدونکي توکي په کې ځاى پر ځاى شوي وو.
هغه نور جزئياتو ور نه کړل.
ياد موټربم د ملي امنيت ځواکونو رسنيو ته هم وښود.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکـتيا امنيتي چارواکي وايي چې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې يې اته وسله وال نيولي دي.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالي عبدياني پژواک ته وويل چې ياد کـسان امنيتي ځواکـونو له وسلو او يو موټر سره نيولي.
ده ونه ويل چې ياد کسان د کومې وسله والې ډلې اړوند دي، خو په خبره يې چې اوسمهال تر پوښتنو لاندې دي.
نوموړی وايي: ((اته وسله وال له يو موټر سره نيول شوي، اوسمهال تر تحقيق لاندې دي؛ دا کـسان سرحد سره نږدې نيول شوي دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن