ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار سبا په لغمان کې راڅرګندېږي

حکمتیار سبا په لغمان کې راڅرګندېږي

author avatar
27 Apr 2017 - 14:02
حکمتیار سبا په لغمان کې راڅرګندېږي
author avatar
27 Apr 2017 - 14:02

مهترلام (پژواک، ٧ غويی ٩٦): د حزب اسلامي امير ګلبدين حکمتيار به سبا سهار د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د غويي د اتمې په مناسبت يوه لويه غونډه کې ګډون وکړي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حزب اسلامي امير ګلبدين حکمتيار سبا سهار د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د غويي د اتمې نېټې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ګډون کوي.

هغه وويل چې  په ياده غونډه کې د حکمتيار د  ګډون په موخه بشپړ امنيتي تدابير نيول شوي دي.

دغه راز په لغمان د حزب اسلامي يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د دغه حزب امير ګلبدين حکمتيار سبا په يوه لويه غونډه کې ګډون کوي.

هغه وويل چې د دغه حزب يو شمېر مشران او نور قوماندانان هم لغمان ولايت ته رسېدلي دي.

وروسته له هغه چې د ١٣٩٥ لمريز کال د تلې په لومړۍ نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون لاسليک شو، څو ځلې د دې ډلې د مشر حکمتيار د راتګ خبرونه ورکړل شول، خو تر اوسه دغه کار نه و شوى.

د يادونې ده، د ١٣٧١ کال د غويي په اتمه نېته مجاهدينو د ډاکتر نجيب الله واکمني ړنګه کړه او د حکومت واګې خپله دوی په لاس کې واخيستې او دغه ورځ يې د مجاهدينو د بريا د ورځې په نامه ياده کړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.