ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلامي حزب د بنديانو لومړۍ ډله سبا خوشې کېږي

د اسلامي حزب د بنديانو لومړۍ ډله سبا خوشې کېږي

author avatar
27 Apr 2017 - 17:38
د اسلامي حزب د بنديانو لومړۍ ډله سبا خوشې کېږي
author avatar
27 Apr 2017 - 17:38

کابل (پژواک، ٧غويى ٩٦): د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب د بنديانو لومړۍ ډله به سبا (د غويي په ٨مه) د ولسمشر د حکم پر بنسټ خوشې شي.

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يوې سرچينې، نن (د غويي اومه) پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې چې د ياد ګوند ٦٨ زندانيان سبا "جمعه" (د مجاهدينو د برلاسۍ د ٢٤ کليزې په مناسبت) ازاد شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د اسلامي حزب د بنديانو له ډلې ٢٥کسان په څرخي پله، ٤٠ کسان په بګرام او ٣ نور د کندهار له زندان نه خوشي کېږي.

سرچينې زياته کړه، د حزب د لومړۍ ډلې د خوشي کولو موضوع نهايي شوې، د يادو شوو بنديانو له ډلې د ځينو د زندان موده پاى ته رسېدلې، ډېرى يې له پنځو په کمو کلونو بند محکوم شوي دي.

د ده په وينا، ياد ګوند د خپلو زندانيانو ٤٨٠ کسيز او ٢٥٠ کسيز دوه لېستونه حکومت ته سپارلي، چې د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د سولې هوکړه ليک له لاسليک وروسته د ٦٨ زندانيانو قضيې په بشپړه توګه نهايي او ارزول شوې او ټاکل شوې چې دغه ډله کسان سبا ازاد کړل شي.

هغه زياته کړه، د حزب د نورو بنديانو د دوسيو په اړه هم د دولت او حزب د ګډ پلاوي کار روان دى او د خوشي کېدو په اړه يې به يې وروسته تصميم ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې هوکړه ليک نږدې اوه مياشتې وړاندې  ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب او دولت ترمنځ لاسليک شو او پر بنسټ به يې يواځې د ياد شوي ګوند (سياسي بنديان)  خوشي شي.

په هوکړه ليک کې راغلي چې د حزب تول هغه بنديان چې اوسمهال زندان کې دي، بايد خوشي شي او د خوشي کولو لپاره يې د دولت او حزب ګډ کمېسيون خپلې هڅې پيل کړې دي.

د حزب او دولت ترمنځ د هوکړه ليک د پلي کېدو کمېسيون وياند احمد فرزان، د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې د حزب اسلامي د پنديانو خوشي کېدو لومړني کارونه بشپړل شوي دي.

خو هغه زياته کړه چې د بنديانو له خوشي کېدو وړاندې بايد له هغوى نه درې ډول ضمانت ليکونه يا ژمنې واخيستل شي.

د فرزان په وينا، لومړى ضمانت خپله بندي شخص کوي چې بايد د سولې له هوکړه ليک ملاتړ وکړي، مخالفت يې ونه کړي او پر دې سربېره به جګړه کې ګډون نه کوي.

هغه زياته کړه چې دويم ضمانت د اسلامي حزب له لوري او درېيم هم د زنداني د کوم قومي مشر له لوري کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.