کابل (پژواک، ٧ غويى ٩٦): دا چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ناندرۍ خپل اوج ته رسېدلې، ټاکل شوې د پاکستان د ملي شورا يو پلاوى راتلونکې اونۍ کابل ته راشي.
د ملي يووالي حکومت د اجرائيه رياست وياند مجيب الرحمن رحيمي، نن کابل کې د يوې ناستې په ترڅ کې د ياد پاکستاني پلاوي د راتګ په اړه خبرې وکړې.
هغه وويل، ياد پلاوي کې د پاکستان د ملي شورا مشران او د دواړو جرګو د واکمن ګوند او اپوزيسيون غړي شامل دي.
د رحيمي په وينا، د افغان حکومت مشرتابه به له ياد پلاوي سره چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ کابل ته راشي؛ د بېلابېلو مسايلو په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړې.
د حکومت اجرائيه رياست وياند زياته کړه، افغان چارواکي به يو ځل بيا په دغه ناسته کې له پاکستان وغواړي، څو د بهرني سياست د يوې وسيلې په توګه د ترهګرۍ له ملاتړ لاس واخلي او له افغانستان سره په رښتيني ډول همکاري وکړي.
په وروستي يوه کال کې د افغانستان او پاکستان اړيکې له ناندريو ډکې وې او افغان حکومت هم د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا په ګډون د سولې د څلور اړخيزو خبرو اترو د ناستو لړۍ، د افغانستان سولې په ټينګښت کې د پاکستان د نه همکارۍ له امله، تحريم کړه او تر دې چې ملي يووالي حکومت استازو د پاکستان په کوربه توب په څو نړيوالو ناستو کې هم ګډون ونه کړ.
پاکستان هم په دې ادعا پورته کولو سره چې ګواکې د ياد هېواد ځيني وسله وال مخالفين په افغانستان کې پټ دي، د هېواد ختيځ ولايتونه څو ځلې د خپلو درنو وسلو موخه ګرځولي او د تېر کال په وروستيو کې يې د تورخم او سپين بولدک دروازې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ځمکنۍ نښلوونکې لارې دي، د افغانستان پر مخ وتړلې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن