پل علم (پژواک، ٧ غويی ٩٦): په لوګر کې د امنيتي ستونزو له امله د نجونو دوه ښوونځي تړل شوي او شاوخوا زر نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.
د لوګر د پوهنې رياست وياند شاپور عرب د غويي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په مرکز پل علم کې د پورک د نجونو لېسه او په محمد اغې ولسوالۍ کې د سرخاب سيمې د نجونو منځنی ښوونځی تړل شوي دي.
هغه وايي: ((د سرخاب د نجونو ښوونځی د امنيتي ستونزو له امله تړل شوی خو د پورک د نجونو ښوونځی زده کوونکو ته طالبانو اخطار ورکړی چې ښوونځي ته به نه ځي.))
ده وويل چې د يادو ښوونځيو د تړل کېدو له امله زر زده کوونکې له زده کړو بې برخې شوې دي.
عرب وايي چې د يادو ښوونځيو د بېرته فعالولو په موخه د قومي مشرانو په منځګړتوب هلې ځلې پيل شوې دي.
د سرخاب سيمې اوسېدونکي عزت الله پژواک ته وويل: ((زموږ د سيمې د نجونو مکتب تړل شوى، په دې مکتب کې زموږ د کور دوه نجونې دي خو دا څو ورځې کېږي چې د امنيتي ستونزو له امله نه شي تللى.))
هغه وويل چې د دې سيمې کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.
دغه راز د پورک سيمې اوسېدونکي زبير پژواک ته وويل چې د دوى د سيمې د نجونو لېسه هم تړل شوې ده.
هغه وايي: ((دلته خو ټولې نجونې په حجاب کې مکتب ته تللې نو طالبانو ولې منع کړي دي، د طالبانو دا کار خو د اسلامي شريعت خلاف عمل دى.))
د لوګر د والي وياند سليم صالح بيا پژواک ته وويل چې د يادو ښوونځيو د تړل کېدو په اړه دوى معلومات نه لري.
خو هغه زياته کړه چې په ځينو سيمو کې د نجوني ښوونځي د دوديزو ستونزو له امله تړل کيږي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي چې طالبان د ښوونځيو پر وړاندې هېڅ ډول ستونزې نه جوړوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن