ښرنه (پژواک،٧غويى٩٦): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي، په برمل ولسوالۍ کې د دوهو قوماندانو په ګډون شپږ طالبان وژل شوي او څو نور يې ټپيان دي.
په پکتيکا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړي کنډک قوماندان ډګروال محمد ايوب د غويي په اومه پژواک خبري اژانس ته وويل، امنيتي ځواکونو په برمل ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي دي.
ده زياته کړه، د دې عملياتو په لړ کې تېره شپه د دوو قوماندانانو په ګډون شپږ طالبان وژل شوي او يو شمير نور يې ټپيان دي.
د هغه په وينا، د روانو عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو په برمل کې لس کلي هم د طالبانو له شتون څخه پاک کړي دي.
خو د برمل اوسېدونکي اخترجان پژواک ته وويل، په دې وروستيو کې په برمل کې د وسله والو طالبانو فعاليتونه ډېر شوي دي.
دى زياتوي، حکومت بايد په دې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د فعاليتونو مخه ونيسي، ځکه د دې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي د حکومت پلويان دي.
دغه راز د برمل د مرغۍ کلي اسېدونکي مبارز پژواک ته وويل، برمل له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري، نو ځکه د وسله والو طالبانو فعاليتونه هم په کې ډېر دي.
د ده په خبره، په دې وروستيو کې په برمل کې د طالبانو خوځښتونه ډېر شوي دي.
وسله وال طالبان هم د برمل ولسوالۍ جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د برمل په مرغه کلي کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې او په کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او درې نور تپيان دي.
خو هغه په دې نښته کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
برمل د پکتيکا د ناامنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن