کندهار (پژواک، ۷ غويی ۹۶): په کندهار پوهنتون کې د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څېړنیز مرکز د ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.
د غويي ٧مه د اړوندې موضوع په اړه مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال انجنیر عبدالتواب بالاکرزي، د کندهار ولایت مالي اداري مرستیال عبدالحنان منیب، د کندهار پوهنتون رییس ډاکټر حضرت میر توتاخېل، یو شمېر استادانو او نورو کسانو ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو وزارت مرستیال انجنیر عبدالتواب بالاکرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار پوهنتون کې د څېړنیز مرکز ودانۍ د نړیوال بانک د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په مالي مرسته جوړېږي.
هغه زیاته کړه، د کابل او هرات له پوهنتونونو وروسته درېیم کندهار پوهنتون دی چې څېړنیز مرکز په کې جوړېږي.
دی وايي، په ټولیزه توګه پوهنتونونه درې ډوله فعالیتونه لري چې تدریس، د وړتیاوو لوړول او څېړنې کول دي.
د ده په خبره، په کندهار پوهنتون کې د څېړنیز مرکز نشتوالی لویه تشه وه.
نوموړي وویل، په دغه څېړنیز مرکز کې به د ژوندانه له بېلابېلو برخو سره د تړلو موضوعاتو، ستونزو په اړه څېړنې کېږي او د خدماتو او پرمختیايي چارو په موخه به لارښودې طرحې وړاندې کېږي.
د کندهار ولایت مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب وویل، په کندهار پوهنتون کې د څېړنیز مرکز جوړېدا د دې زون لپاره لویه لاسته راوړنه ده.
هغه د لوړو زده کړو له وزارته مننه وکړه چې دلته دغسې یو ګام اخلي او د پوهنتون د پرمختګ لپاره هڅې کوي.
دی وايي، د دغه څېړنیز مرکز په جوړېدو به د منظمو علمي څېړنو په رڼا کې د ډېرو هغو ستونزو ريښې او عوامل په ګوته او حل لارې به ورته و موندل شي چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې ورسره مخ یوو.
د کندهار پوهنتون رییس ډاکټر حضرت میر توتاخېل هم د دغه مرکز جوړېدل د کندهار پوهنتون لپاره لوی پرمختګ وګاڼه.
ده وویل، دغه څېړنیز مرکز په دوه پوړه کې له ټولو ملحقاتو سره په عصري بڼه د ۸ میاشتو په موده کې جوړېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن