کابل(پژواک،٨غويي٩٦): د ملي دفاع وزارت وايي چې په ١٨ ولايتونو کې د ٤٥ داعش وسله والو په ګډون د افغان دولت ٨٤ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي دي چې د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري د غويي اتمه پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تيرو ٢٤ساعتونو کې په ننګرهار، کاپیسا، لغمان، پکتیا، لوګر، کندهار، ارزګان، زابل، هرات، بادغیس، بلخ، کندز، سرپل، بغلان، بدخشان، تخار، کابل او هلمند ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو او د افغان دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړې شوي دي.
سرچينه وايي چې په دې جګړو کې د ٤٥ داعش وسله والو په ګډون د افغان دولت ٨٤ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٢٧ نور ټپيان دي.
د خبرپاڼې په حواله په دې جګړو کې د افغان دولت د وسله والو مخالفينو يو شمير وسلې او نور مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.
احمد شاه عرفانيار
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن