ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حکمتيار په ورتګ سره لغمان د ملي پخلاينې د کور په نوم ياد شو

د حکمتيار په ورتګ سره لغمان د ملي پخلاينې د کور په نوم ياد شو

author avatar
28 Apr 2017 - 10:35
د حکمتيار په ورتګ سره لغمان د ملي پخلاينې د کور په نوم ياد شو
author avatar
28 Apr 2017 - 10:35

مهترلام(پژواک،٨غويي٩٦): د لغمان والي د حزب اسلامي له امیر سره د کتنې پر مهال د هغه هر کلی وکړ او دغه ولايت يې د ملي پخلاينې د کور په نوم ياد کړ.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حزب اسلامي امير ګلبدين حکمتيار د تيرې چهار شنبې په شپه لغمان ولايت ته رسيدلى دى.

هغه وويل چې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د ولسمشر د استازي په توګه حمکتيار هرکلى وکړ.

په دغه ليدنه کې نعيمي لغمان ته د حکمتيار په راتګ سره دغه ولايت د ملي پخلاینې د کور په نوم یاد کړ.

نعيمي وويل چې له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې د تړون په لاسلیک کېدو او د دغې پروسې په بریالیتوب د سرته رسېدو سره د تلپاتې سولې لپاره د میلیونونو جنګ ځپلو او ځورېدولو افغانانو هیلې را ژوندۍ شوي دي.

دغه راز هغه زياته کړه چې د  افغانستان دولت سوله ییز سیاست او تګلاره لري او د هر هغه چا لپاره یې د سولې دروازې پرانېستي، څوک چې خپله وسله پر ځمکه ږدي او د سولې لار غوره کوي.

په دغه لیدنه کې د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار هم په ځینو مهمو مسایلو خبرې وکړې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.

وروسته له هغه چې د ١٣٩٥ لمريز کال د تلې په لومړۍ نېټه، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون لاسليک شو، څو ځلې د دغې ډلې د مشر حکمتيار د راتګ خبرونه ورکړل شول، خو تر اوسه دغه کار نه و شوى.

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.