مهترلام(پژواک،٨غويي٩٦): د لغمان والي د حزب اسلامي له امیر سره د کتنې پر مهال د هغه هر کلی وکړ او دغه ولايت يې د ملي پخلاينې د کور په نوم ياد کړ.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حزب اسلامي امير ګلبدين حکمتيار د تيرې چهار شنبې په شپه لغمان ولايت ته رسيدلى دى.
هغه وويل چې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د ولسمشر د استازي په توګه حمکتيار هرکلى وکړ.
په دغه ليدنه کې نعيمي لغمان ته د حکمتيار په راتګ سره دغه ولايت د ملي پخلاینې د کور په نوم یاد کړ.
نعيمي وويل چې له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې د تړون په لاسلیک کېدو او د دغې پروسې په بریالیتوب د سرته رسېدو سره د تلپاتې سولې لپاره د میلیونونو جنګ ځپلو او ځورېدولو افغانانو هیلې را ژوندۍ شوي دي.
دغه راز هغه زياته کړه چې د افغانستان دولت سوله ییز سیاست او تګلاره لري او د هر هغه چا لپاره یې د سولې دروازې پرانېستي، څوک چې خپله وسله پر ځمکه ږدي او د سولې لار غوره کوي.
په دغه لیدنه کې د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار هم په ځینو مهمو مسایلو خبرې وکړې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.
وروسته له هغه چې د ١٣٩٥ لمريز کال د تلې په لومړۍ نېټه، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون لاسليک شو، څو ځلې د دغې ډلې د مشر حکمتيار د راتګ خبرونه ورکړل شول، خو تر اوسه دغه کار نه و شوى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن