ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د منصوري عملياتو ترکيز به پر افغان او بهرنيو ځواکونو وي

د منصوري عملياتو ترکيز به پر افغان او بهرنيو ځواکونو وي

author avatar
28 Apr 2017 - 14:10
د منصوري عملياتو ترکيز به پر افغان او بهرنيو ځواکونو وي
author avatar
28 Apr 2017 - 14:10

کابل(پژواک،٨غويي٩٦): وسله والو طالبانو سږ کال د منصوري تر نامه لاندې خپل عمليات د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې اعلان کړل خو د ملي دفاع وزارت وايي چې امنيتي ځواکونه به د طالبانو منصوري عمليات خنثى کړي.

دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې شويدي چې د غويي اتمه د وسله والو طالبانو له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې طالبان يو ځل بيا د هوا په ګرميدو سره د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې د منصوري په نوم عمليات اعلانوي.

په اعلاميه کې طالبانو ادعا کړې چې د افغانستان له نيمايي ډيره خاوره د هغوى په کنټرول کې ده.

سرچينه وايي هغه سيمې چې د طالبانو په کنټرول کې دي هلته به د اسلامي امارت د شته امکاناتو مطابق ملکي فعالیتونه زیاتیږي او په ټول کوښښ سره به ولس ته د سوکالۍ او ګټي رسولو  په بیلابیلو برخو کې رغنده چارې ترسره شي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، هغه سيمې او ولسوالۍ چې د طالبانو په کنټرول کې دي هلته به د نظام جوړونې ټول اداري واحدونه فعال او د ولس د ادارې، امنیتي او حقوقي موضوعاتو د حل او فصل لپاره به پکي اداري تشکیلات رامنځته شي.

دغه راز په اعلاميه کې راغلي چې د منصوري عملیاتو اساسي ترکیز به پر بهرنیو او افغان ځواکونو وي.

سرچينه وايي چې په دې عملياتو کې به له ډله ييزو، چريکي، ځانمرګې او هدفي بريدونو څخه کار اخيستل کيږي.

په اعلاميه کې راغلي چې دغه عمليات د غويي د مياشتې په اتمه نيټه سهار مهال پيل شوي دي نو ټول هيوادوال بايد له پوځي تاسيساتو څخه لرې وي.

خو د ملي وزارت وياند تورنجنرال دولت وزير بيا پژواک ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونه به د طالبانو منصوري عمليات هم خنثى کړي.

هغه وايي چې د طالبانو دغه عمليات به هم د پخوا په څېر يواځې د عامو خلکو ته مرګ ژوبله واړوي.

هغه زياته کړه چې افغان امنيتي ځواکونه په هر ډول حالاتو کې له هيواد او خلکو څخه د دفاع توان لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.