ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسعود: د ملي يوالي حکومت مشروعيت نه لري

author avatar
28 Apr 2017 - 15:55
author avatar
28 Apr 2017 - 15:55

کابل(پژواک،٨غويي۹۶): احمدضيا مسعود د ملي يووالي حکومت نامشروع وباله او له حکومت سره يې پرېکون اعلان کړ.

د ښې حکومت په چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني پخواني ځانګړي استازي احمد ضيا مسعود دغه څرګندونې نن په کابل کې د مجاهدينو د بريا د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

هغه وويل:"د ملي يووالي حکومت پخوا هم مشروعيت نه درلود او اوس هم مشروعيت نه لري."

په دې غونډه کې د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم زوى او يو شمير نورو پخوانيو قوماندانو ګډون درلوده.

ګډون کوونکو ژوندي دې وي مجاهدين، مرګ پر اشرف غني، مرګ پر اتمر او ژوندی دې وي احمدضيا مسعود شعارونه ورکول.

احمدضيا مسعود وويل، هغه وخت چې په افغانستان کې استبداد او زورواکي حاکمه وه او هيچا د خونديتوب احساس نه کاوه نو مجاهدين را پورته شول او د وخوت زبرځواک په ګنډو کړ.

هغه زياته کړه:"د افغانستان د خلکو د جهاد موخه په هېواد کې د عدالت ټينګښت، ټولنيز پرمختګ، د فرد حقونو خونديتوب، په مشروع ډول د واک ترلاسه کول او د خپل هېواد خپلواک کول و."

ضيا مسعود وويل چې دا مهال هېواد له سياسي، اقتصادي او ټولنيز پلوه په بد حالت کې دى.

د ده په وينا، د اساسي قانون نقض، له ډيموکراتيکو بنسټونو  د صلاحيتونو اخيستل، د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم د فزيکي واک نه ورکول او د ملي شورا د مشروع غوښتنو نه منل د واک انحصار کول دي.

دی زياتوي، له دې سره سره چې نړيوالې ټولنې په افغانستان کې امنيتي  ځواکونو سره مرستې کړې او د هېواد د پرمختګ په برخه کې يې ډېرې پېسې لګولې، خو په وينا يې چې په تېرو ۱۶ کلونو کې د ده تجربو دا ښودلې چې نړيواله ټولنه هم د پخواني شوروي اتحاد په څېر په افغانستان په کورنيو او بهرنيو مسلو کې تېروتنه کوي.

احمدضيا مسعود وايي:"کله چې اشرف غني په ۲۰۰۹ کې د ولسمشريز ټاکنو لپاره نوماند و نو د هېواد پنځه سلنه رايې يې ونه ګټلې خو د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کېري په ملتيا د افغانستان د ولسمشر په توګه انتصاب شو."

ضيا مسعود وويل:"اوس مو ټول شاهدان يو چې حکومت سياسي مشروعيت نه لري او پر هغو ژمنو چې له خلکو سره يې کړې وفا نه ده کړې."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.