ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: ولسمشر دې د مچلغو بند جوړولو ژمنه پوره کړي

خلک: ولسمشر دې د مچلغو بند جوړولو ژمنه پوره کړي

author avatar
29 Apr 2017 - 17:06
خلک: ولسمشر دې د مچلغو بند جوړولو ژمنه پوره کړي
author avatar
29 Apr 2017 - 17:06

ګردېز (پژواک، ٩ غويی ٩٦): د پکـتيا يو شمېر دولتي چارواکو او اوسېدونکو ټينګار وکړ چې حکومت بايد هر څه ژر د مچلغو بند جوړ کړي.

دوی وويل چې ولسمشر ورسره د ياد بند جوړولو کلکه ژمنه کـړې وه، خو د شاوخوا درې کلونو په تېرېدو لا هم هېڅ کار نه دی ورته شوی.

د پکـتيا د ولايتي شورا رييس الله مير بهرامزي د غويي نهمه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې مچلغو د پکـتيا د اوسېدونکـو لپاره ډېره مهمه او ګټوره پروژه ده او نور يې بايد کارونه ونه ځنډول شي.

بهرامزي وويل چې د دغه بند جوړېدل د کرنې د ودې او پراختيا او ځان بساينې لپاره اړين دي.

هغه زياته کړه: ((ولسمشر د دغه بند د جوړېدو په ګـټه ډېر ښه پوهېږي؛ ولسمشره! که دا بند جوړ شي هم زراعت ته ډېر ښه دی او هم به د نورو له محتاجۍ خلاص شو.))

قومي مشر خواني جهاني وويل چې د ياد بند چارې د اوبو او انرژۍ د پخواني وزير په ګـډون د لوړ پوړو مسوولينو له خوا درې ځلې پرانيستل شوې خو لا يې درې سلنه کار هم نه دی شوی او نه يې څوک يادونه کوي.

جهاني وايي، ولسمشر ژمنه کـړې وه چې د مچلغو بند چارې به پيلوي او د برېښنا ظرفيت به يې ٢٠ مېګاواټه ته پورته کـوي.

دی وايي: ((موږ په دې بند ډېره قرباني ورکـړې، امنيت يې خلک ساتي او سل په سلو کې ډاډمن او ښه امنيت لري، خو بيا هم کار نه پرې کېږي.))

مدني فعال ډاکتر عبدالهادي حماس وويل چې پر دغه بند د پخواني ولسمشر مرحوم داوود خان د واکـمنۍ پر مهال کار پيل شوی و، خو تر اوسه د ډېرو مسوولينو له بيا، بيا ژمنو سره پر خپل لومړي حال پاتې دی.

حماس وويل: ((که دا بند جوړ شي، نو زرګونه هکتاره ځمکه خړوبوي او برق توليدوي چې ورسره پانګـونې ته هم ښه لاره هوارېږي.))

ګـډونوالو وويل، دا چې افغانستان يو کـرنيز هېواد دی، نو د دغه بند جوړېدل د هېواد د يوې مهمې او لويې سيمې د خلکـو په کرنيزه او اقتصادي وده کې حياتي رول لوبوي او له لارې يې په مستقيم او غير مستقيم ډول زرګـونه ځوانانو ته کاري زمينې برابرېدای شي.

خو په پکتيکا کې د اوبو د تنظيم رييس محمد طاهر شفق پژواک ته وويل چې د دې پروژې چارې د تدارکاتې ستونزو له امله پاتې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.