ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز- بغلان عمومي لويه لار تړل شوې ده

د کندوز- بغلان عمومي لويه لار تړل شوې ده

author avatar
29 Apr 2017 - 15:14
د کندوز- بغلان عمومي لويه لار تړل شوې ده
author avatar
29 Apr 2017 - 15:14

پلخمرى (پژواک، ٩ غويى ٩٦): په بغلان ولايت کې ځايي چارواکي تاييدوي چې د طالبانو د بريدونو له امله د کندوز- بغلان لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د بغلان ولايت مرستيال او سرپرست عبدالقديم نيازي پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه چې طالبانو پر مرکزي بغلان ولسوالۍ بريد کړى او امنيتي ځواکونه د پېښې ځاى ته رسېدلي دي.

هغه وويل چې د طالبانو بريدونه د امنيتي ځواکونو له لوري پر شا تمبول شوي، طالبان له سيمې د تېښې په حال کې دي چې د ځينو مړي يې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

د بغلان ولايت سرپرست وايي چې طالبان د مرکزي بغلان د پنج فابريکې سړک سيمه کې له لرې د ملکي وګړو موټر په نښه کوي چې له امله يې د کندوز- پلخمري لاره تړل شوې ده.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکى محمد رووف وايي چې طالبانو ددغه ولسوالۍ په چپ ساى سيمه کې پر امنيتي پوسته بريد کړى چې په پايله کې يې يو پوليس وژل شوى او نښته لا هم روانه ده چې له امله يې ځينې کورنۍ بې ځايه شوې هم دي.

طالبان وياند ذبيح الله مجاهد په يوه ټيلېفوني پيغام کې ويلي چې د دوى کسانو په بغلان ولايت کې منصوري عمليات پيل کړي چې په چوکاټ کې يې تر اوسه پورې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې يوه پوسته نيولې او نښته لا هم روانه ده.

هغه زياته کړه چې په دې نښته کې دوه دولتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.