هرات (پژواک، غويى ٩٦): هرات ښار کې د ګرځندوى د تګلارې، د ښاري پروګرام ترسره کولو او د فرهنګي ميراثونو د مديريت لومړنۍ ناسته ترسره شوه.
په دغې ناسته کې د هرات له والي او دولتي چارواکو سربېره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، د ګرځندويي برخه کې د دولت وزير، د ښار جوړونې وزارت معين، يو شمېر فرهنګيانو، ليکوالو او يو شمېر کورنيو او بهرنيو لرغون پېژندونکو ګډون درلود.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد، نن (د غويي نهمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، د يادې غونډې ګډونوال د تاريخي ودانيو د ساتنې سره د مرستې په موخه قانوني کړنلارې څېړي.
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني په يوه تصويري پيغام کې د دغه کنفرانس له ترسره کولو هرکلى وکړ او ويې ويل: "د يوه سوکاله او باثباته افغانستان د هر اړخيزې پراختيا او توريزم د جذب په برخه کې اغېزناک و او وي به."
ولسمشر د نړيوالو ميراثونو په نوملړ کې د هرات له شاملېدو ملاتړ وکړ او د اطلاعاتو او فرهنګ او بهرنيو چارو وزارتونو ته يې سپارښتنه وکړه، څو دغه لړۍ له يونسکو سره يوځاى تعقيب کړي.
د هېواد د ولسمشر په وينا، فرهنګي ميراث له هغو عناصرو ګڼل کېږي، چې يوه ښار ته ښکلا وربښي او هرات دغه عناصر لري، څو ځان ته کورني او بهرني ګرځندويان راجلب کړي.
د حکومت ياد لوړپوړي چارواکي ټينګار وکړ، چې د تاريخي ودانيو د مديريت ډول بايد بدلون ومومي، د بابر باغ د تاريخي بناوو او ودانيو مديريت يوه غوره نمونه ده، ځکه د يادې لرغونې ساحې له عوايدو د هغې د ساتنې په برخه کې ګټه اخيستل کېږي.
ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې وويل: "هرات د سيمې مهم ټرانزيټي او سوداګريز مرکز دى، هرات کې پراخه ښاري تمدن دوام لري، چې دا د هرات او افغانستان لپاره وياړ دى."
د هرات والي محمد اصف رحيمي، په ياده ناسته کې د خبرو پر مهال وويل، په دې غونډه کې د ګډونوالو له نظرونو څخه په ګټې اخيستنې د هرات له تاريخي ودانيو او زوړ ښار څخه د ساتنې لپاره د قانوني کړنلارو پر وړاندې کولو بحث او خبرې اترې وشي.
د هرات والي، د تاريخي ودانيو د جوړولو له امله د نړيوالو موسسو او هېوادونو له همکارۍ ستاينه وکړه او ويې ويل: "دا ډول ناستې د فرهنګي ستونزو د څېړنې او د فرهنګي ميراثونو د ساتنې لپاره د ګډې همکارۍ راجلبول او د همکاريو د ښه والي لپاره هلې ځلې؛ فرهنګي ډګر کې ډېرې مثبتې پايلې درلودلى شي."
ورته مهال د هرات سيمه ييز چارواکي وايي، دغه ناسته به تر نن مازيګر پورې دوام لري او د ناستې په وروستيو کې به د تاريخي ودانيو د ساتنې او د ودانيو د مديريت بدلون په اړه د ولسمشر د سلاکار او د هرات د والي ترمنځ هوکړه ليک هم لاسليک شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن