ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نعيمي: د حکمتيار په څېر دې نور مخالفین هم د سولې له بهير سره يو ځای شي

نعيمي: د حکمتيار په څېر دې نور مخالفین هم د سولې له بهير سره يو ځای شي

author avatar
29 Apr 2017 - 16:59
نعيمي: د حکمتيار په څېر دې نور مخالفین هم د سولې له بهير سره يو ځای شي
author avatar
29 Apr 2017 - 16:59

جلال اباد (پژواک، ۹ غويی ٩۶): د لغمان والي په هېواد کې له دولت سره پر جګړې بوختو وسله والو ډلو غږ وکړ چې د حزب اسلامي د مشر په توګه دې د سولې له بهير سره يو ځای شي.

عبدالجبار نعيمي دا څرګندونې د غويي په ۹مه په مهترلام ښار کې د حزب اسلامي د مشر انجنير ګلبدين حکمتيار د راتګ په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

د لغمان والي وويل، نن د افغانانو د سولې د هيلو او د افغانستان د ولسونو د ارمانونو د پوره کېدو ورځ ده.

هغه زياته کړه، د سولې په اړه هغه هڅې چې د ولسمشر محمد اشرف غني او د سولې شورا عالي د پخواني مشر پير سيد احمد ګيلاني د کار او هڅو پيل شوې وې، نن د حکمتيار په راتګ سره يې پايله څرګنده شوه.

والي وايي: ((هغه څوک چې بمونه او وسلې زموږ پر ولسونو کاروي، ظالم او ناروا جنګ ته ادامه ورکوي، هغوى دې د حکمتيار صیب په څېر سوله وکړي او د هېواد ابادۍ کې دې برخه واخلي.))

نعيمي، لغمان د سولې کور ياد کړ او زياته يې کړه، د دغه ولايت خلکو د سولې او امنيت د تامين لپاره تل قربانۍ ورکړې او هلې ځلې يې کړې دي.

هغه د حزب اسلامي له مشر انجنير ګلبدين حکمتيار څخه هم مننه وکړه چې په دغه ولايت کې راڅرګند شو او پر ولايتي مسوولينو او خلکو يې باور وکړ.

د يادولو ده، د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتيار نن د لغمان مرکز مهترلام کې د رسنيو پر وړاندې راڅرګند شو او خپلو پلويانو ته يې وينا وکړه.

دغې غونډې ته پر ختيځو ولايتونو سربېره د هېواد له مختلفو سيمو څخه د حزب اسلامي پلويان، غړي او نور افغان چارواکي ورغلي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.