ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د داعش ۱۱ وسله وال وژل شوي

کونړ کې د داعش ۱۱ وسله وال وژل شوي

author avatar
29 Apr 2017 - 17:20
کونړ کې د داعش ۱۱ وسله وال وژل شوي
author avatar
29 Apr 2017 - 17:20

اسعداباد (پژاوک، ٩ غويی ٩٦): د لومړي ځل لپاره په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د داعش ١١ وسله وال او په يوه بله پېښه کې پنځه طالبان وژل شوي دي.

د کونړ ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول قاري فريدالله دهقان د غويي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د بهرنيو ځواکونو يوې بې پيلوټه الوتکې د وټه پور ولسوالۍ په کورو سيمه کې د داعش وسله والو مرکز په نښه کړى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د ابدالي په نوم د داعش وسله والو يو قوماندان او لس نور غړي يې وژل شوي دي.

دغه راز په کونړ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دويمې لوا وياند هارون يوسفي پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو نن سهار په سرکاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وويل چې په دغه بريد کې پنځه طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د يادو څرګندونو په اړه داعش وسله والو او طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

داسې مهال بهرني ځواکونه په کونړ ولايت کې پر داعش وسله والو بريد کوي چې څه موده وړاندې د کونړ والي ويلي وو چې په دغه ولايت کې داعش وسله والو د جلب و جذب پروسه پيل کړې ده چې بايد د مخنيوي لپاره يې اړينې هلې ځلې وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.