ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد ګيلاني: د افغان شخړې په هواري کې پاکستان مثبت رول لوبولى شي

حامد ګيلاني: د افغان شخړې په هواري کې پاکستان مثبت رول لوبولى شي

author avatar
30 Apr 2017 - 17:16
حامد ګيلاني: د افغان شخړې په هواري کې پاکستان مثبت رول لوبولى شي
author avatar
30 Apr 2017 - 17:16

کابل (پژواک، ۱۰ غويي ۹۶): د ملي محاذ ګوند په افغانستان کې د روانو ستونزو د حل په موخه د پاکستان رول حتمي بولي او زياتوي چې دغه ځل پاکستانى پلاوى په صاف نيت راغلى دى.

د پاکستان د پارلمان د مشر سردار اياز صادق په مشرۍ يو پلاوى د ولسمشر غني په بلنه کابل ته راغلى چې د سفر موخه يې د دواړو هېوادونو د اړيکو پياوړي کول دي.

ياد پلاوي د غويي په ١٠مه د ملي محاذ ګوند مشر سيد حامد ګيلاني کور ته ورغى او د هغه د پلار پير سيداحمد ګيلاني روح ته یې دعا وکړه.

سيد حامد ګيلاني له ياد پلاوي سره تر ليدنې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ځل افغانستان ته د پاکستان د ټولو ګوندونو او قومونو ګډ پلاوی راغلی او نيتونه يې هم "صاف" دي.

هغه  زياته کړه: "تاريخ هم دا ثابته کړه چې د افغانستان د کشالې د حل لپاره د پاکستان رول او برخه لرل حتمي دي."

د ده په وينا، ولسمشر اشرف غني د نېک نيت په موخه پاکستاني پلاوي ته بلنه ورکړې او د پاکستان لومړي وزير هم د دې بلنې هرکلى کړى دى.

د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي د يادې ليدنې پر مهال  د پاکستاني پلاوي له راتګه خوښي وښوده او په ډاګه يې کړه، لږ تر لږه پاکستان دغه ځل د نېک نيت اظهار کړى دى.

خو هغه زياته کړه چې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي راتګ د دې معنا نه لري چې د ياد پلاوي راتګ به يې مثبتې پايلې ولري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.