کابل (پژواک، ۱۰ غويي ۹۶): د ملي محاذ ګوند په افغانستان کې د روانو ستونزو د حل په موخه د پاکستان رول حتمي بولي او زياتوي چې دغه ځل پاکستانى پلاوى په صاف نيت راغلى دى.
د پاکستان د پارلمان د مشر سردار اياز صادق په مشرۍ يو پلاوى د ولسمشر غني په بلنه کابل ته راغلى چې د سفر موخه يې د دواړو هېوادونو د اړيکو پياوړي کول دي.
ياد پلاوي د غويي په ١٠مه د ملي محاذ ګوند مشر سيد حامد ګيلاني کور ته ورغى او د هغه د پلار پير سيداحمد ګيلاني روح ته یې دعا وکړه.
سيد حامد ګيلاني له ياد پلاوي سره تر ليدنې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ځل افغانستان ته د پاکستان د ټولو ګوندونو او قومونو ګډ پلاوی راغلی او نيتونه يې هم "صاف" دي.
هغه زياته کړه: "تاريخ هم دا ثابته کړه چې د افغانستان د کشالې د حل لپاره د پاکستان رول او برخه لرل حتمي دي."
د ده په وينا، ولسمشر اشرف غني د نېک نيت په موخه پاکستاني پلاوي ته بلنه ورکړې او د پاکستان لومړي وزير هم د دې بلنې هرکلى کړى دى.
د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي د يادې ليدنې پر مهال د پاکستاني پلاوي له راتګه خوښي وښوده او په ډاګه يې کړه، لږ تر لږه پاکستان دغه ځل د نېک نيت اظهار کړى دى.
خو هغه زياته کړه چې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي راتګ د دې معنا نه لري چې د ياد پلاوي راتګ به يې مثبتې پايلې ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن