ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د سولې او امنيت ټينګښت لپاره دې د مجاهدينو له تجربو استفاده وشي”

” د سولې او امنيت ټينګښت لپاره دې د مجاهدينو له تجربو استفاده وشي”

author avatar
30 Apr 2017 - 20:07
” د سولې او امنيت ټينګښت لپاره دې د مجاهدينو له تجربو استفاده وشي”
author avatar
30 Apr 2017 - 20:07

کابل (پژواک،١٠غويى ٩٦): د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا د هغه څه په اړه چې هېواد کې سياسي او قومى اختلافات او امنيتي کړکېچ بلل کېږي، اندېښنه ښودلې او وايي چې له روان کړکېچ څخه د هېواد راايستلو لپاره بايد حکومت د مجاهدينو له تجربو څخه ګټه واخلي.

د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا، نن د يوې غونډې په ترڅ کې د غويي اتمه (د مجاهدينو د بريا ورځ) ونمانځله چې په دې ناسته کې جهادي او سياسي شخصيتونو د هېواد د امنيتي او سياسي مسايلو په اړه خبرې وکړې.

د دې غونډې ګډونوالو ټينګار وکړ چې حکومت او هېوادوال بايد د غويي له اومې اواتمې پند واخلي او نور دښمنانو ته اجازه ور نه کړي چې د دوى ترمنځ درز واچوي او هېواد د پخوانيو لسيزو دور ته ور وګرځوي.

پخواني جهادي مشر او د هېواد پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي په دې مراسموکې هېواد کې د سياسي او قومي اختلافاتو د شتون په اړه اندېښنه وښوده، له حکومت او ولس څخه يې وغوښتل چې سياسي او قومي اختلافات يوې څنډې ته کړي او له شته ستونزو څخه د هېواد ژغورولو لپاره يو موټى شي.

هغه د دې مطلب په څرګندولو سره که هېوادوال يو موټى شي، د نړۍ هېڅ ځواک هغوى نه شي ماتولى، زياته کړه: "نړۍ د دې هېواد ړنګولو ته متوجه ده؛ خو د دې هېواد غيرتي بچيانو ټولې نړۍ ته سبق ورکړى، انګريزان او روسان يې مات کړي دي، بيا به هم ټول يو موټى شو او له هېواد څخه به دفاع وکړو، که اتفاق ولرو، بيا هم بريالي کېږو او دښمنان نسکورو، په دې هيله چې خپل يووالى وساتو."

د افغانستان وحدت اسلامي ګوند مشر محمد کريم خليلي چې دې ناسته کې يې ګډون درلود، له واک څخه د مجاهدينو پر ګوښه توب يې د نيوکې ترڅنګ وويل: "نړۍ د حکومت او سيمې ځينو کړيو د افغانانو سپېځلي جهاد سره يو ډول جفا وکړه  او نړۍ له جهاد څخه بل ډول تعبير اخلي. "

نوموړي د دې مطلب په ډاګه کولو سره چې د جهاد پرمهال مجاهدينو هيڅکله د ترهګرۍ، انسان تښتونې کړنې نه دي ترسره کړي، خو ويې ويل: "نن مجاهد د ترهګر او جهاد د ترهګرۍ په نوم پېژني؛ په ټول وس هڅه کوي چې جهاد او  د جهاد دوران لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي."

هغه زياته کړه: "د ټولو مشرانو په استازيتوب اعلان کوم چې موږ چمتو يو د سترو روانو دسيسو په وړاندې له ټولو سياسي او ټولنيزو کړيو سره لاس په لاس او همغږۍ خپل هېواد له دې وضعيت څخه وژغورو."

نوموړي د دې شورا په استازيتوب د حکمتيار راتګ ته هرکلى ووايه، ويې ويل: "خوشحاله يو چې حکمتيار راغى، دا د سولې او امنيت ټينګښت په برخه کې ستر ګام دى او موږ يې له راتګ څخه هرکلى کوو."

د افغانستان جهادي او ملي ګوندونو شورا وياند او د ملي محاذ ګوند مشر سيد حامد ګيلاني چې په دې ناسته کې يې خبرې کولې، وويل چې نن له مجاهدينو او جهاد سره جفا کېږي.

هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې بهرنۍ توطيې چې د خلکو د بې لارۍ کولو لپاره هېواد کې جريان لري، جدي ونيسي او له ملت سره کړې ژمنې دې عملي کړي او هېواد دې له شته ستونزو څخه وژغوري.

د سولې عالي شورا مرستيال عزيزالله دين محمد د دې مطلب په بيانولو سره چې هېواد د نړيوالو سياليو په ډګر بدل شوى، وويل چې جګړه د حل لار نه ده، بايد ټول سره يو موټى شو او د بين الافغاني تفاهم له لارې له شته ستونزو څخه د هېواد ژغورنې لپاره کار وکړو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.