ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره پر رښتينې مبارزې ټينګار وکړ

مشرانو جرګې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره پر رښتينې مبارزې ټينګار وکړ

author avatar
30 Apr 2017 - 16:02
مشرانو جرګې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره پر رښتينې مبارزې ټينګار وکړ
author avatar
30 Apr 2017 - 16:02

کابل- لښکرګاه (پژواک، ١٠ غويى ٩٦): د مشرانو جرګې يو شمېرغړي وايي، تر هغو چې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره رښتينې مبارزه ونه شي، په افغانستان کې به جګړه روانه وي.

په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي شېرمحمد اخندزاده د جرګې په نننۍ ناسته کې هلمند ته د درې سوه امريکايي سرتېرو د ورتګ په اړه وويل چې د هلمند جګړه په درې سوه کسانو نه مهار کېږي، حکومت او مدني ټولنه بايد د خلکو نظرونه او وړانديزونه په پام کې ونيسي.

د نوموړي په خبره، په ٢٠٠٧ او ٢٠٠٨ کال کې څو زره بهرني ځواکونه په هلمند کې مېشت وو، خو ونه توانېدل چې په دغه ولايت کې امنيت راولي.

هغه زياته کړه: ((د هلمند جګړه د نشه يي توکو او کانونو جګړه ده، په روان کال کې د ٢٠٠٥ کال په پرتله څو برابره زيات نشه يي توکي کرل شوي، څو چې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره رښتينې مبارزه ترسره نه شي، ستونزه نه حل کېږي.))

د مشرانو جرګې دويم مرستيال محمد اصف صديقي د جرګې په نننۍ ناسته کې د نشه يي توکو او له ترهګرۍ سره په افغانستان کې د مدني ټولنې هڅو ته د شک په سترګه وکتل او ویې ويل: ((څو چې بهرنيان په يادو دوو برخو کې رښتينې مبارزه ونه کړي، په هېواد، په ځانګړي ډول هلمند کې بۀ امنيت رانه شي.))

نوموړي وويل چې په هلمند کې د درې سوه بهرنيو ځواکونو په شتون سره هم امنيتي ستونزې له منځه نه ځي: ((زرګونه بهرنيو سرتېرو په هلمند کې امنيتي ستونزې او د نشه يي توکو کښت کنټرول نه کړ، په يادو درې سوه کسانو هم ستونزه نه حل کېږي.))

هغه له ترهګرۍ سره پر رښتينې مبارزې ټينګار وکړ او ويې ويل: ((بهرنيان غله ته وايي چې غلا وکړه، د کور خاوند ته وايي چې ويښ اوسه، له بده مرغه چې دوى له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې رښتينې اراده نه لري.))

په ورته وخت کې د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سناتورانو څرګندونې نه ردوي، ښايي په ځينو ساحاتو کې ستونزې وي، خو په ټوله کې بهرني ځواکونه له امنيت او دولتي ځواکونو سره مرسته کوي او شتون یې موثر دی.

نوموړي زياته کړه چې پخوا هم په هلمند کې بهرنيو ځواکونو ته اړتيا وه، اوس هم شته. پخوا يې يوازې په هوايي برخه کې مرسته کوله، خو اوس خطرونه زيات شوي، امريکايي ځواکونه بايد په ځمکنيو عملياتو کې هم همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکايي ځواکونو تېره ورځ هلمند ولايت ته د ٣٠٠ تازه دمه سرتېرو له استولو خبر ورکړى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.