ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار ښار کې سولر څراغونه نصبيږي

په کندهار ښار کې سولر څراغونه نصبيږي

author avatar
30 Apr 2017 - 18:27
په کندهار ښار کې سولر څراغونه نصبيږي
author avatar
30 Apr 2017 - 18:27

کندهار (پژواک، ۱۰ غويی ۹۶): کندهار ښاروالۍ په کندهار ښار کې د واټونو پر څنډه د سولر څراغونو د نصبولو لړۍ پیل کړې ده.

چارواکي وايي، دغه چاره به د ښار ښکلا ډېره کړي او د شپې له پلوه به د امنیت په خوندیتوب کې هم مرسته وکړي.

د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنايي څراغونو د لګولو لړۍ د کندهار ښار له جمهوریت څلورلارې څخه تر احمد ولي خان څلور لارې پر غځېدلي دوه طرفه واټ پیل شوې ده.

هغه زیاته کړه، تر دې مهاله ۳۰ پایې څراغونه لګېدلي او د نورو د لګولو کار روان دی.

د ده په خبره، هره پایه دوه څراغونه لري چې یو یې واټ او بل یې ګلدان روښانه کوي.

دی وايي، پر دغه پروژه شپږ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د کندهار ښاروالۍ له بودیجې ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د دغو څراغونو له نصبولو سره به د شپې له پلوه هم د ښار ښکلا ډېره شي او هم به د امنیت په خوندیتوب کې مرسته وکړي.

د کندهار ښار اوسېدونکي د کندهار ښاروالۍ له پرمختیايي کارونو خوښي ښيي او وايي، دغې ادارې تر بل هر وخت د خدماتو په وړاندې کولو کې پرمختګ کړی دی.

د همدې سیمې اوسېدونکي حاجي عبدالولي پژواک اژانس ته وویل، په کندهار ښار کې د ښاروالۍ فعالیتونه له تېرو دوو کلونو راهیسې ډېر محسوس دي.

هغه د دې پروژې هر کلی وکړ او ویې ویل، که اوسنی کندهار ښار له تېرو کلونو سره پرتله شي، نو ډېرې اسانتیاوې او بدلونونه په کې راغلي دي.

نوموړي د کندهار ښار د احمد شاهي جادې د پراخولو، د برېښنايي ترافیکي نښو او اوس د واټونو پر سر د څراغونو لګولو یادونه وکړه چې خلکو او ترافیکو ته یې اسانتیاوې جوړې کړي دي.

د کندهار ښاروالۍ چارواکي وايي، د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کې یې په متوازنه توګه پرمختیايي چارې پیل کړي چې په کې د نوو سړکونو جوړول، د مارکېټونو جوړول او ګڼ نور پرمختیايي کارونه په کې شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.