ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت د اسلامي هېوادونو د کپ په سياليو کې د لوبغاړو د لګښتونو له ورکړې ډډه کوي”

“حکومت د اسلامي هېوادونو د کپ په سياليو کې د لوبغاړو د لګښتونو له ورکړې ډډه کوي”

author avatar
3 May 2017 - 20:35
“حکومت د اسلامي هېوادونو د کپ په سياليو کې د لوبغاړو د لګښتونو له ورکړې ډډه کوي”
author avatar
3 May 2017 - 20:35

کابل (پژواک، ١٣ غويى ٩٦): ظاهر اغبر وايي، حکومت د اسلامي هېوادونو کپ کې د لسګونو افغان ځوانانو د لګښت له ورکړې ډډه کوي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ په دغه برخه کې د نظر ويلو ته حاضره نه ده.

اغبر د يادې ادعا ترڅنګ، چې د نوموړي تر مشرتابه لاندې کمېټه؛ د اسيا اولمپيک کمېټې له لوري پېژندل شوې، نن کابل کې د خبري ناستې په ترڅ کې وويل، د اسلامي هېوادونو په ورزشي لوبو سياليو کې د ګډون په موخه د ١٣١ ورزش کوونکو بلنليکونه کابل ته رارسېدلي او تر دې چې د دوى ويزې هم صادرې شوې، خو د دوى د سفر لګښتونه تر اوسه پورې نه دي ورکړل شوي.

د هغه په وينا، ټاکل شوې د اسلامي هېوادونو د پيوستون لوبې د روانې مياشتې په ٢٢ مه نېټه (د ٢٠١٧ زېږديز کال د مۍ مياشتې ١٢ مه نېټه) د ٥٤ اسلامي هېوادونو د استازو په ګډون د اذربايجان پلازمېنې باکو ښار کې ترسره او لس ورځې دوام وکړي.

خو محمد ظاهر اغبر وويل:"ولسمشرۍ ماڼۍ له ورزش کارانو سره هيڅ لېوالتيا نه لري او نه غواړي چې د هېواد وزرشکاران په نړيوالو ډګرونو کې د افغانستان بيرغ وځلوي او د افغانستان د وياړ لامل شي."

هغه زياته کړه: "د وزيرانو شورا ته مو مکتوب لېږلى، څو له ورزش کوونکو سره د الوتکې د ټکټ او د دوى د هوټل د لګښتونو په برخه کې مرسته وکړي. وړانديز يې ومنل شو، خو ماليې وزارت منظور نه کړ او اوس له ولسمشرۍ ماڼۍ مکتوب راغلى او په کې ويل شوي، ترڅو چې د کمېټې ټاکنې ترسره نه شي، له ورزش کوونکو سره په هيڅ کومه سيالۍ کې مرسته نه کوي."

اغبر زياته کړه: "له دې وړاندې مې د ټاکنو زمينه برابره کړه او ځان مې ګوښه کړ، د اسيا اولمپيک کمېټې استازى هم راغى، خو حکومت د دغه کار مخنيوى وکړ او اوس چې سيالۍ نږدې شوې، وايي ترڅو چې ټاکنې ترسره نه شي، پيسې نه درکوو."

پر دې سربېره اغبر څرګنده کړه، نوموړي پرېکړه کړې، څو دغو سياليو ته د لوبغاړو کم تعداد پلاوى ولېږي.

يوه لوبغاړې سعيده برومند چې د اذربايجان په لوبو کې د سيالي کولو بلنليک يې ترلاسه کړى، وايي: "حکومت بايد له لوبغاړو سره د خپلو پوځي او سياسي مخالفينو په څېر چلند ونه کړي."

هغې زياته کړه: "همدا لوبغاړي دي چې په نړيوالو ډګرونو کې د افغانستان بيرغ ځلوي او د هېواد د وياړ سبب کېږي، خو نه پوهېږم چې له لوبغاړو سره ولې دوه ګونى او له تبعيض ډک چلند کېږي."

يوه بل لوبغاړي محمدرضا وويل: "حکومت بايد په دا ډول وضعيت کې اختلافونه يوه لوري ته پرېږدي او له لوبغاړو سره مرسته وکړي، څو دوى په ارام ذهن سره په نړيوالو ډګرونو کې حضور ومومي."

په داسې حال کې چې ولسمشرۍ له لوبغاړو سره په نه لېوالتيا او د دوى د لګښتونو پر نه ورکړې تورنېږي، د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي پژواک ته وويل، ورزشي چارې د ولسمشر لومړي مرستيال ته سپارل شوې، چې نوموړى په دې اړه نه شي کولى څرګندونې وکړي.

د هېواد د اولمپيک کمېټه له تېرو دوو کلونو راهيسې له بېلابېلو شخړو سره لاس او ګرېوان وه او د دوو مشرانو له لوري اداره کېږي. اوسمهال ظاهر اغبر او فهيم هاشمي خپل خاص تشکيلات او جوړښتونه لري او هر يو يې د اولمپيک ملي کمېټې په جلا نوم فعاليت کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.