ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په  غزني کې د طلاق اخيستو کچه لوړه شوې

په غزني کې د طلاق اخيستو کچه لوړه شوې

author avatar
3 May 2017 - 14:34
په  غزني کې د طلاق اخيستو کچه لوړه شوې
author avatar
3 May 2017 - 14:34

غزني ښار(پژواک،١٣غويى٩٦): د غزني د ښځو چارو رياست چارواکي وايي چې تېرکال په دې ولايت کې د طلاق ١٢٥ پېښې ثبت شوي چې د وړم کال په پرتله يې کچه لوړه شوې ده.

د غزني د ښځو چارو رياست د حقوقي برخې مشرې فوزيه کاکړ د غويي په١٣مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې وړم کال په دې ولايت کې د طلاق ٩٠ پېښې ثبت شوې دي.

خو هغې وويل چې د بېلابېلو عواملو له مخې په ١٣٩٥کال کې دغه شمېره ١٢٥ ته لوړه شوې ده.

د هغې په وينا، په تلوېزيونونو کې د بهرنيو سريالونو خپرولو، په نشه يي توکو روږدېدو او بېوزلۍ د طلاق پېښې ډيرې کړې دي.

کاکړ وايي چې د ښځو چارو رياست په دې برخه کې عامه پوهاوى پيل کړى، ترڅو د طلاق د پېښو کچه را ټيټه شي.

که څه  هم طلاق د اسلامي شرعيت له مخې يو روا عمل دى، خو ديني عالمان وايي چې د بې ځايه طلاقونو مخه بايد ونيول شي.

په غزني کې يو ديني عالم شيخ حيدري پژواک ته وويل: (( ډيرې کورنۍ د طلاق لپاره موږ ته هم مراجعه کوي چې بايد طلاق واخلي، خو موږ ورته نصيحت کوو، ترڅو بېرته له خپلې کورنۍ سره يوځاى شي.))

خو حيدرى وايي چې په ځينو حالاتو کې بيا له کډ ژوند څخه بېلتون غوره دى، ځکه د يوځاى والي ادامه بيا ورته نورې ستونزې پيدا کوي.

ده ټينګار  وکړ چې که حکومت په تلوېزيونونو کې د بهرنيو سريالانو د خپرېدو مخه ونيسي، نو د طلاق کچه به هم ورسره څو برابره ټيټه شي.

د غزني ښار اوسېدونکې ٢٥ کلنې بصيرې پژواک ته وويل چې درې کاله وړاندې له خپل خاوند څخه جلا شوې ده.

هغه وايي: (( د مېړه کورنۍ مې راسره هېڅ ښه نه کول، هره ورځ جنجالونه او جنګونه وو، کله مې وهل هم په کې خوړول، هرڅه مې چې مېړه ته ويل جدا کور راته ونيسه نه يې کول، نو مجبوره شوم چې حکومت ته مراجعه وکړم او خپل طلاق واخلم.))

هغې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې نور نه غواړي واده وکړي، پلان لري چې ټول ژوند يوازې تېر کړي.

د يادونې ده چې د روان کال په پيل کې د غزني د ښځو چار رياست ويلي و چې په ١٣٩٥ کال کې په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډيرې شوې وې.

د غزني ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم د بهرنيو سريالانو خپرولو او بيوزلۍ په کورنيو اړيکو منفي اغېزې کړې دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.