ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د غنمو داصلاح شوي تخم توليد پيل شوى

په کندهار کې د غنمو داصلاح شوي تخم توليد پيل شوى

author avatar
3 May 2017 - 10:58
په کندهار کې د غنمو داصلاح شوي تخم توليد پيل شوى
author avatar
3 May 2017 - 10:58

کندهار (پژواک، ١٣ غويى ۹۶): د کندهار د اصلاح شوو تخمونو د تصدۍ مسوولين وايي، په دې ولايت کې يې د اصلاح شوو تخمونو د توليد په موخه پر ۳۲۷ جريبه ځمکه غنم کرلي دي.

د دوی په خبره، دغه ګام کلونه وروسته اخيستل کېږي او په دې توګه غواړي کندهار د اصلاح شوو تخمونو د توليد په مرکز بدل کړي.

په کندهار کې د اصلاح شوو تخمونو تصدۍ امر عبدالوهاب افغانمل له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، له شاوخوا ۲۰ کلونو وروسته يې د لومړي ځل لپاره د اصلاح شوو تخمونو د توليد په موخه غنم کرلي دي.

هغه زياته کړه، دغه غنم يې د ترنک فارم په ۳۲۷ جريبه ځمکه کې کرلي چې ۳۰۰ جريبه ځمکه يې په اجاره ورکړای شوې ده.

افغانمل وايي، له دغه کښت څخه به د غنمو درې ډوله اصلاح شوی تخم تر لاسه کړي او وروسته به يې شرکتونو ته ورکړي، څو هغوی يې پر کروندګرو ووېشي.

د ده په خبره، له دې سره به په کندهار کې د غنمو کښت وده وکړي او خلک به په لوړ کيفيت ښه حاصلات ور څخه تر لاسه کړي.

افغانمل زياتوي، ستونزه دا ده چې نه يوازې کندهار بلکې د هېواد نورو ولايتونو ته هم اصلاح شوي تخمونه له بهرنيو هېوادونو راوړل کېږي چې هم يې لګښت ډېر دی او هم ډېر مهال ښه حاصل نه ورکوي.

دی وايي، له همدې امله ورسره فکر پيدا شو چې دغې ستونزې ته بايد د حل لاره ولټول شي او په کور دننه اصلاح شوي تخمونه توليد شي.

ده وويل، تر دې وړاندې د ترنک فارم ځمکې کروندګرو ته په اجاره ورکول کېدې چې هغوی به پرې خټکي او هندواڼې کرلې، خو دا لومړی ځل دی چې دوی پرې د اصلاح شوو تخمونو د تر لاسه کولو په موخه غنم وکرل.

خو نوموړي د ځينو ستونزو يادونه هم وکړه چې که په وينا يې دولت مرسته ورسره وکړي، نو کولای شي د کندهار ترڅنګ د سوېلي زون د ولايتونو لپاره هم د اصلاح شوو تخمونو اړتيا پوره کړي.

دی وايي، پخوا ترنک فارم ۵۳۲۷ جريبه ځمکه لرله، چې د پخواني ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال يې پنځه زره جريبه ځمکه د کرنې او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون ته ورکړل شوه او يوازې ۳۲۷ جريبه ځمکه د اصلاح شوو تخمونو د وېش تصدۍ ته پاتې شوه.

نوموړی غوښتنه کوي چې که يوه اندازه نوره ځمکه دوی ته په واک کې ورکړل شي نو د اصلاح شوو تخمونو د توليد کچه به ورسره ډېره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.