ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يونيسف: اروپا ته تللي ٧٥ زره کډوال له رواني ستونزو سره مخ دي

يونيسف: اروپا ته تللي ٧٥ زره کډوال له رواني ستونزو سره مخ دي

author avatar
5 May 2017 - 09:18
يونيسف: اروپا ته تللي ٧٥ زره کډوال له رواني ستونزو سره مخ دي
author avatar
5 May 2017 - 09:18

کابل (پژواک، ١٥ غويى ٩٦) : د ملګرو ملتونو د يونيسف اداره وايي چې اروپايي هېوادونو ته په نا قانونه توګه له تللو کډوالو څخه يې ٧٥ زره کسان، چې په کې ښځې او ماشومان هم دي، د رواني ستونزو له ګواښ سره مخ دي.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د يونيسف ادارې لخوا د غويي په ١٥مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،  چې دغه پناه غوښتونکي اوسمهال په يونان، بلغاريا، هنګري او لوېديځ بالکان کې مېشت دي.

سرچينې زياته کړې، ددې پناه غوښتونکو شمېره ٧٥ زره کسان دي چې له دې جملې څخه يې ٢٤٦٠٠ تنه ښځې او ماشومان تشکيلوي.

يونيسف ويلي، په يادو هېوادونو کې په نامعلومه حالت کې د اوږدې مودې لپاره ددې کډوالو پاتې کېدل ددې لامل شوى، چې دوى پر رواني ناروغيو اخته شي.

سرچينې زياته کړې، سره له دې چې دوی د لوېدیځې اروپا په ځینو هیوادونو؛ لکه جرمني یا سویډن کې له خپلو کورنیو سره د بیا یوځای کېدو حق لري، خو ډیر بند پاتې پناه غوښتونکي نه پوهیږي چې کله او ایا دوی ته به اجازه ورکړل شي چې مخ پر وړاندې ولاړ شي او که نه .

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ويلي : (( دا حالت په ځانګړې توګه د هغو میندو او ماشومانو لپاره ډیر سخت دی چې په یونان یا بالکان کې له خپلو کورنیو سره  کومې چې د اروپایي ټولنې په نورو هېوادو کې دي، د بیا یوځای کیدو په موخه انتظار باسي. ))

په اروپا کې د کډوالو ناورین لپاره د یونيسف عمومي ريیس او ځانګړې استازې افشان خان ويلي : ((موږ ډیرې میندې او ماشومان وینو چې په یونان، سربیا او بلغاریا کې بند پاتې دي دا په داسې حال کې ده چې خپل خاوندان او پلرونه یې په میاشتو یا هم په  کلونو نه دي لیدلي.)) 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.