ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په يوه اوونۍ کې ١٧زره افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوي

په يوه اوونۍ کې ١٧زره افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوي

author avatar
7 May 2017 - 17:20
په يوه اوونۍ کې ١٧زره افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوي
author avatar
7 May 2017 - 17:20

کابل(پژواک، ١٧غويى ٩٦): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې تېره اوونۍ له پاکستان او ايران څخه  ١٧زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د ياد شوي وزارت له لوري نن پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد کډوال د روانې مياشتې( غويي) له اتمې تر پنځلسمې نېټې پورې په خپلې خوښي او اجباري ډول را ستانه شوي دي.

 سرچينې ليکلي چې د نيمروز ولايت د ورېښم پول له سرحد نه تېره اوونۍ تر ټولو ډېر کډوال راستانه شوي چې شمېره يې څه باندې ٩٢٢٠ کسانو او د ننګرهار له تورخم دروازې څخه د راستنو شوو شمېره څه باندې ٧٨٩٠ کسانو ته رسېږي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د هرات ولايت اسلام کلا او د کندهار سپين بولدک له لارې د سرحدي ستونزو له امله تر ټولو کم کسان راغلي چې له دواړو لارو ٢٦٣کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

 د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو پر بنست، د کډوالۍ سند لرونکو راستنېدونکو سره ٢٠٠ امريکايي ډالر او له مدرک پرته راستنېدونکو سره ٣٠ امريکايي ډالره مرسته شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي، د روان کال د غويي مياشتې په ١٣مه د ولسي جرګې ناسته کې ويلي وو چې د روان کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د غويي تر ١٣مې نېټې پورې څه باندې ٨٠ زره کډوال چې اسناد لرونکي او بې اسنادو دي؛ له ايران او پاکستان څخه هېواد ته را ستانه شوي چې په ټوليز ډول يې ٣٦ زره په اجباري ډول را اېستل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.