ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې څه باندې ٢٠٠زره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين ورکول کېږي

فراه کې څه باندې ٢٠٠زره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين ورکول کېږي

author avatar
8 May 2017 - 15:10
فراه کې څه باندې ٢٠٠زره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين ورکول کېږي
author avatar
8 May 2017 - 15:10

فراه (پژواک، ۱۸ ثور ۹۶): په فراه ولايت کې ٢٠٨ زره له پنځو کلونو د ټيټ عمر لرونکو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين ورکولو درې ورځنی کمپاين پيل شو.

دغه لړۍ نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د ولايتي چارواکو تر څنګ د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونيسف) او د روغتيا نړيوال سازمان استازو هم په کې برخه لرله، د دغه ولايت له مرکز څخه پيل شوه.

د فراه د والي مرستيال محمد يونس رسولي او د ولايتي شورا غړي ګل احمد فقيري په دغو مراسمو کې د وينا پر مهال د یاد ولايت پر ديني عالمانو، قومي مشرانو او د دولت پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې د دغه کمپاين د بريالي ترسره کېدو په موخه د کمپاين له کارکوونکو سره مرسته وکړي.

په فراه کې ياد کمپاين په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسين د هغه پسرلني کمپاين برخه ده چې د روان کال د وري په ٧مه پيل شوى دى.

د فراه د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، په فراه کې په ٢٠١٥ ميلادي کال کې د ګوزڼ يوه پېښه ثبت شوې او تر هغه وروسته هلته د دې ناروغۍ پېښه نه ده ثبت شوې.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په ٢٠١٥ کال کې ٢٠، په ٢٠١٦ کال کې ١٣ او روان کال تر اوسه درې د ګوزڼ پېښې ثبت شوې چې يوه يې په کندهار، بله هلمند او درېيمه هم کندوز کې ده.

سرچينه زياتوي چې د نړۍ په کچه افغانستان، پاکستان او نايجريا هغه درې هېوادونه دي چې لا هم د ګوزڼ ناروغي په کې شتون لري، خو افغانستان اوس په بشپړ ډول د دې ناروغۍ له منځه وړو ته نږدې شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.