ښرنه (پژواک، ٢٠ غويى ٩٦): د پکتيکا يو شمېر سوداګرد وايي، که چېرې حکومت ورته صنعتي پارک جوړ کړي، نو دوى چمتو دي په دغه ولايت کې پانګونه وکړي.
دوى دغه څرګندونې د غويي په ٢٠مه د دغه ولايت له والي سره په ګډه غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې د سوداګرو په استازيتوب بادشاه خان وويل، د پکتيکا ډېرى اوسېدونکي پيسې لري، خو په دغه ولايت کې د امنيت او صنعتي پارک د نه شتون له امله يې په نورو سيمو کې پانګونه کړې ده.
هغه ټينګار وکړ چې حکومت بايد د سوداګرو لپاره د صنعتي پارک تر څنګ اړينې نورې اسانتياوې هم برابرې کړي.
دغه راز بل سوداګر غاټول شرنوال وويل، د برېښنا نه شتون هم په دغه ولايت کې د پانګونې مخه ډپ کړې ده.
هغه زياته کړه: ((په تېرو څو کلونو کې نه حکومت په دې ولايت کې پانګونه کړې ده او نه يې سوداګر د پانګونې لپاره تشويق کړي دي.))
خو په دې غونډه کې د پکتيکا د سوداګرۍ خونې مشر طلا خان بيا وويل، د دغه ولايت ډېری سوداګر تر اوسه له دوى سره ثبت نه دي.
هغه وايي: ((که چېرې دوى له موږ سره ځان راجستر کړي، نو هم به يې له حقوقو دفاع وشي او هم به د پانګونې لپاره زمينه ورته برابره شي.))
د غونډې په پاى کې د پکتيکا والي الياس وحدت وويل، حکومت له سوداګرو ملاتړ کوي او د امنيت ساتلو په برخه کې يې پوره هلې ځلې کوي.
د ده په وينا، که چېرې سوداګر وغواړي، نو چمتو دي چې په دغه ولايت کې ورته د صنعتي پارک لپاره ځمکه ورکړي.
پکتيکا د افغانستان له نا امنو ولايتونو څخه دى چې ډېری سيمې يې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن