ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له جلال اباد ښار څخه ۱۲۰ روږدي کسان راټول شول

له جلال اباد ښار څخه ۱۲۰ روږدي کسان راټول شول

author avatar
11 May 2017 - 12:00
له جلال اباد ښار څخه ۱۲۰ روږدي کسان راټول شول
author avatar
11 May 2017 - 12:00

جلال اباد ( پژواک، ۲۱ غويى ۹۶): د ننګرهار د والي په لارښوونه د عامې روغتيا ریاست د امنيتي منسوبينو په همکارۍ له جلال اباد ښار څخه ١٢٠ په نشه يي توکو روږدي کسان راټول او روغتون ته يې لېږدولي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، دا کسان د جلال اباد ښار چپرهار زړې اډې او انګور باغ ترمنځ د لويې ويالې له سيمې څخه راټول شوي دي.

هغه زياته کړه، دوى د امبولانسونو په وسيله د روږدو د درملنې روغتون ته لېږدول شوي او هلته يې درملنه کېږي.

د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجیب الله کاموال پژواک اژانس ته وويل، ياد کسان د نشه يي توکو د کارولو له امله په ناوړه حالاتو او شرایطو کې ژوند تېرولوچې له امله يې په سيمه کې خلک هم له ستونزو سره مخامخ کړي وو.

نوموړي زياته کړه، د روږدو د درملنې  روغتون د ۲۲۵ کسانو د درملنې ظرفيت لري چې ١٥٠ تنه يې د لوړ عمر، پنځوس تنه يې له اتلس کلنې څخه د کم عمره او ٢٥نور يې د مېرمنو د درملنې لپاره  ځانګړي شوي دي .

د هغه په وینا، د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې يې پنځه اويا تنه تر درملنې لاندې دي، چې یوسلو شل تنه نور یې هم د درملنې په موخه یاد روغتون ته د ننګرهار والي  په لارښوونه ولېږدول .

د عامې روغتیا رييس وایي ، له درملنې سربېره روږدو کسانو ته د کار موندنې زمینه برابرول او دوی ته د نشه یي توکو له  موندلو څخه مخنیوی د دوی د درملنې اساسي برخې دي او په دې برخه کې د ولایت مقام په مشرۍ له اړونده ادارو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

د ننګرهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس محمد ادريس ساپي پر ټولو خلکو غږ وکړ چې د خپلو کورنیو غړي د نشه یې توکو له کارولو څخه منعه کړي او همدا راز یې له بزګرانو څخه وغوښتل چې د نشه یي توکو له کښت څخه مخنیوی وکړي .

هغه زیاته کړه،یاد کمپاین د ننګرهار والي په لارښوونه د عامې روغتیا،نشه یي توکو پر ضد د مبارزې ادارې او امنیتي منسوبینو له لوري په همغږۍ ترسره شو،چې د درملنې په روغتون کې د روږدو کسانو لپاره تفریحي،سپورټي او ګڼ شمېر نور سهولتونه برابر شوي دي.

په یاد روغتون کې په نشه یي توکو اخته  فرید الله چې اوس مهال یې وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی،خوښي وښوده چې په یاد روغتون کې ورته د بشپړو سهولتونو د برابرېدو ترڅنګ ورسره روغتیا پال ښه او غوره چلند ترسره کوي .

بلخوا يو شمېر مدني فعالان او د جلال اباد ښار اوسېدونکي نیوکه کوي چې عامې روغتیا ریاست تل ورته پروګرامونه ترسره کوي، خو وايي دا چاره په نمایشي بڼه ترسره کوي.
مدني فعال ډاکټر شکرالله مشکور پژواک ته وويل، تر هغه وخته چې د نشه يي توکو مخه ونه نيول شي، نو پر نشه د روږدو کسانو مخنيوی ناشونی دی.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي مخلص احمد پژواک ته وويل،  په ښار کې تر کمپاین وروسته د نيول شويو کسانو له ډلې ګڼ شمېر يې بیرته راخوشې شول.
د نجيب الله په نوم یو بل تن هم وويل: (( ما په خپله وليدل چې کسان يې را خوشې کړل او ښار ته يې رامنډې وهلې.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.