کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۹۶): د پاکستان د مشرانو جرګې دمرستیال مولانا عبدالغفور حیدری د موټرو پر کاروان چاودنه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستانیو رسنیو د معلوماتو له مخې، داچاودنه نن د غویي په ۲۲مه، تر غرمې وروسته ، هغه مهال وشوه، کله چې مولانا غفور حیدري دبلوچستان ایالت د مستونګ په ښار کې د جمعې تر لمانڅه وروسته روان شوی و.
د بلوچستان د حکومت ویاند انوار الحق کاکړ رسنیو ته ویلي، چې په دې چاودنه کې ۲۵ تنه وژل شوي او د مولانا غفور حیدري په ګډون شاوخوا ۴۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
ډاکټرانو د پاکستان د مشرانو د جرګې د مرستیال روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.
ځایي چارواکو ویلي، چې په ټپیانو کې د مشرانو جرګې غړي ځینې چارواکي او د فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام دډلې غړي شامل دي.
بلخوا ناتایید شوي راپورونه وایي، چې دا چاودنه دځانمرګي برید له امله شوې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن